د سوریې په پلازمینه دمشق کې د باب توما په ښار کې د موټر بم چاودنې ٢٠ تنه وژلي او لسګونه نور زخميان دي.
د سوریې امنیتي چارواکي وایی یاده چاودنه د ملکي خلکو له ګڼې ګوڼې ډک ځای کې شویده چې ټول قربانیان یې هم ملکیان دي.
د چارواکو له قوله له چاودنې وروسته یې په سیمه کې دوه غبرګ موټربمونه روغ رمټ لاس ته ورغلي چې ښایی د بریدګرو هدف د پرلپسې ۳ چاودنو کول ؤ.
د یادونې وړ ده چې د سوریي په پلازمینه دمشق کې د مارچ په میاشتې کې هم دوه پرلپسې حملې وشوې چې لسګونو تنه یې ووژل او مسولیت یې هم داعش ډلې منلی ؤ.
تر اوسه پورې د دغې حملې مسؤلیت چا په غاړه ندی اخیستې. خو ښایی دا کار هم داعشي ملیشو چې په سیمه کې نفوذي رول لري کړی وي


















