دې قانون نوموړې شبکې اړ کړې ترڅو د جریمو څخه د خلاصون په خاطر د آلمان په خوښه خپله ستراتیژي جوړه او تطبیق کړي
د آلمان د مسيحي دیموکرات، او سوسیال دیموکرات ګوندونو له خوا یو داسې جنجالي قانون تصویب شو چې له مخې به یې د ټولنیزو رسنیو پر لویو شرکتونو، لکه فیسبوک، تویتر او یوتیوب باندي له دې کبله لوړي جریمي راځي چي د خپلو کاروونکو له کرکې ډک مطالبو په پاکولو کې پاتې راځي.
تصویب شوی قانون کې راغلي :” ټولنیزې شبکې مکلفې دي تر څو هغه مطالب چې پکې کرکه، ناسم خبرونه او د ترهګرۍ (جهادیانو) له پاره تبلیغاتي توکي موجود وي پاک کړي.
د قانون له مخې د ټولنیزو رسنیو مطالب په دوه ډوله ویشل شوي، که خپاره شوي مطالب په ظاهره د آلماني دولت پرضد تبلیغات ؤ هغه مطالب باید په ۲۴ ساعتونو کې پاک شي.
او که داسې ګونګ موضوعات ؤ چې ایا خپورشوی مطلب د آلمان قوانین تر پښو لاندي کړي او که نه، د ټولنیزو شبکو شرکتونه اووه ورځې وخت لري چې دغه مواد پاک کړي.
د قانون په بنا د ټولنیزو شبکو شرکتونه که د آلمان یاد قانون پلی نکړ نو دغه شرکتونه کیدای شي چې تر۵۰ میلیونو یورو پورې جریمه شي.
بلخوا د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخو ګوند د دې قانون پر ضد رایه وکاروله. د زرغونو ګوند بیا خپله رایه و نه کاروله ،د دوی استدلال داؤ چې دا چاره د بیان آزادي په ضد یو ګام دی.
آلمان په اروپا کې لمړنی هیواد شو چې په ټولنیزو شبکو محدویتونه او جرایم ټاکي.
د یادونې وړ ده چې ۲۰۱۷م کال په فبروري او جنوري میاشتو کې یوتیوب ۹۰ سلنه داسې ویدیوګانې چې خلکو یې له کبله شکایت کړی وو، پاکې کړې دي. خو تویتر بیا یوازې یو سلنه داسې مطالب او فیسبوک بیا ۳۹ سلنه له کرکې ډک مطالب پاک کړي دي.


















