شاه سلمان له تاج او تخت سره جرمني ته سفر کوي

د «برلینر سایتونگ» المانۍ ورځپاڼې په وینا ټاکل شوې ده چې ملک سلمان به جرمني ته شانداره او بې مخینې سفر ولري.
نوموړی جرمني ته د جی شل هیوادونو په سرمشریزه کې د ګډون په پلمه دې هیواد ته روان دی

د ورځپاڼې له قوله چې پاچا سلمان سر له اوسه د خپلو میلمنو او کوربنو لپاره د یو بهترین هوټل په ګډون ۱۶۰ اتاقونه اجاره کړي دي.
ورځپاڼه لیکي د اتاقونو پنجرې او دیوالونه د پاچا لپاره ضد مرمۍ ټاکل شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا د پاچا دسفر لوازم او امکانات ۷ اوو نیم ټنه اټکل شوي چې ورته ۱۶۰ اتاقونه کرایه شوي دي

د جی شل سرمشریزه د جولای په ۷ او ۸ نیټه ترسره کیږي او د ۷ پرمختللو هیوادونو ( آمریکا، انګلستان، فرانسه، آلمان، کانادا، ایتالیا، جاپان )په ګډون به چین، روسیه، هند، جنوبی کوریا، اندونزیا، مالزیا، ترکیه، برازیل، جنوبی افریقا، آرجانتین، مکسیکو او عربستان هم ګډون کوي .
د یادونې وړ ده چې د سلمان دا دوهم ستر اقتصادي سفر ده چې د نړۍ هیوادونو ته یې کوي

نوموړي تر دې مخته اندونیزیا ته هم تاریخي مجلل سفر کړی ؤ چې د نړۍ په سطحه ستر اقتصادي سفر بلل شوی ؤ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button