امريکا: پر نايټ کلب وسله وال برید کې ۲۸ کسان ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۱)

د امريکا د ارکنساس ايالت کې د يوه وسله وال بريد پر مهال د ډزو له امله ۲۸ کسان ټپيان شوي دي.

امنيتي مسئولين وايي، پېښه تېره شپه د دوه نيمو بجو په شاوخوا کې د لېټل روک ښار په يوه نايټ کلب کې رامنځته شوې ده.

پوليسو ويلي، په دغه نايټ کلب د موسيقۍ د کنسرت پر مهال يوه تن پر خلکو ډزې وکړي، چې په پایله کې يې ۲۸ کسان ټپيان کړل.

د وژل شويو په اړه تر اوسه راپور نه دی ورکول شوی، ښايي ځينې کسان پکې وژل شوي هم وي.

تر دې دمه د بريد انګيزه نه ده معلومه او د بريد سره په تړاو څوک نيول شوي هم نه دي.

اې بي سي ټلويزيون ويلي، پېښه د خپلمنځي شخړې پر مهال رامنځته شوې او يو شمېر کسان هغه مهال ټپيان شول، چې د نايټ کلب په رسټورانټ کې يې ډوډۍ خوړله.

د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د امريکا د نيويارک ښار په يوه روغتون کې د ډزو په پايله کې ۲ کسان ووژل شول او ۶ نور مرګوني ټپيان شوي و.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button