(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۱)
تېره شپه ناوخته افغان او بهرنيو ځواکونو د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې عمليات او بمباري کړې، چې پکې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ځايي سرچينو په وينا، لومړی په ياده سيمه کې ډرون الوتکو د طالبانو يو موټر په نښه کړ او يو شمير کسان يې ووژل، چې دوه تنه يې د مرکخيلو د سيمې اوسېدونکي و، د هغوی د جسدونو انتقالوونکي په خوازه خېلو سيمه کې د ګډو ځواکونو کمين سره مخ شوي او دوه تنه يې وژلي دي.
طالبانو په ياده ولسوالۍ کې خپل لور ته د تلفاتو په هکله رسنيو ته ويلي چې (تېره شپه په ګندمک کې پر مجاهدينو بمبار شوی، چې د مرستيال ولسوال خادم صيب په ګډون څلور تنه پکې شهيدان شوي دي).
ځايي اوسېدونکي وايي په ورته وخت کې، د خوازه خيلو په سيمه کې هليکوپتر الوتکو د معلم سيدجان کور هم بمبار کړی، چې د هغه د کورنۍ دوه تنه وژل شوي او د ميرمنو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان دي.
يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې په سيمه کې ګډو ځواکونو د يو شمير کورونو دروازې په بمونو الوزولي، د کورونو تالاشي يې کړې او ټوله شپه يې خلک په ويره کې اچولي و.
ګډو ځواکونو څلور تنه ملکي کسان له ځان سره وړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، چې تېره شپه په دولس نيمو بجې د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې څلور تنه ووژل شول او پنځه نور امنيتي ځواکونو ژوندي له ځانه سره يوړل.
نوموړي د وژل شويو او ګډو ځواکونو د ځان سره د وړو کسانو په اړه څه نه دي ويلي.
-الماس خدرخېل-


















