لیتوانیا وایې دناټو دغړو په غوښتنه به ۷ عسکر افغانستان ته واستوي
د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان ته به ۷ تنه اضافي عسکر واستوي.
نوموړی هیواد اوسمهال ۲۱ تنه سرتیري په افغانستان کې لري.
تر دې مخکې برتانیا هم د ۱۰۰ تنو عسکرو رالیږل منلي ؤ.
خو کاناډا، او جورجیا په زغرده د سرتیرو له استولو ډډه کړې وه.او جرمني هم پخوا ویلي ؤ چې نور به افغانستان کې هیڅ نظامي حضور نه زیاتوي خو د ناټو له غونډې وروسته یې کوم غبرګون نده ښوودلی.
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ تیره ورځ ویلي ؤ چې ښایی د ناټو محدود شمیر غړي هیوادونه افغانستان ته کې د بیا نظامي حضور لپاره زړه ښه کړي.
د لیتوانیا هیواد دنورو هیوادونو په خلاف ویلي چې دا محدود شمیر سرتیري به یې د طالبانو په ضد د جګړې په لمړۍ کرښه کې جګړه کوي،داپداسې حال کې ده چې نورو هیوادونو د جګړې پځای د افغان ځواکونو د ښوونې او روزنې ته اولویت ورکړی دی.
د رسنیو په وینا ښایی اروپایي هیوادونو له ۱۱۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ په شاوخوا کې او امریکا له ۳ تر ۵۰۰۰ پورې عسکر دې هیواد ته داستولو پخاطر چمتو کړي


















