دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د وفادارې مور او بې وفا زوی دردونکې کیسه!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 2, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
59
ځلې شریک شوی
736
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

کیسه کا:

دوه ملګري د سیل په موخه د دریاب غاړي ته ووتل، د خوراک د اړتیا پر مهال یوې څنډې ته ګوښه کېناستل، ور سره خوراکې توکې یې را وویستل په خوراک یې پیل وکړ. ناڅاپه یې په یوه زړه بوډۍ سترګې ولګېدې، چې په لړزېدلو لاسو پر زمکه توی شوې/ پاتې شونې خواړه ټولوي او خوري یې. یادو وګړو د هغې حالت ولید، نژدې ورغلل، ورته یې کړه: مورې وږیې یې؟!

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

هغې ور ته کړه: هو، زامنو، له لمر ختو مخکې دلته راغلې یم؛ څه مې نه دي خوړلي.

ــ  څنګه دلته راغلې؟

ــ زوی مې را سره و، هغه د څه اړتیا له پاره ولاړ؛ زه یې همدلته پرې ښودم، راته یې کړه: زه په بیړه بیرته را ځم.

د هغوی پرې زړه وسوزېد، له ځان سره راوړې خوراکې توکې یې ور ته کېښودل.

د وخت په تېرېدو لمر خپلې زرینې مراندې ور ټولې کړې؛ یخینه هوا را پیل شوه؛ تورې تیارې خپله توره لمن پر غرو هواره کړه، ځوانانو د کلې، کور پر لور د تلو هڅه وکړه؛ خو ویې نشو زغملی چې زړه او بې وزله بوډۍ یواځې په توره شپه کې د دریاب پر غاړه پرېږدي، یو یې نژدې ورغلی، ورته یې کړه: مورې! د زوی د ټلیفون نمبر راته راکړه، چې را ویې غواړو. هغې یوه ټوټه کاغذ، چې ټینګ یې په لاس کې نیولی و، ورکړ، ورته یې کړه: کله مې چې ځوی روانېدل دا کاغذ یې راته راکړ، په دې کې د هغه د ټلیفون نمبر دي.

ځوان چې کله کاغذ پرانیست؛ په ولوستلو یې ولړزېد او زښت پرېشانه شو؛ ځکه په لیک کې لیکلي و: هر چا چې دا بوډۍ ومونده روزنتون (د بوډاګانو د پالني مرکز) ته دې ورولي، نوموړی د هغې په بېوزلۍ لیونی غوندي شو، ډېر ټینګار یې وکړ تر څو زړه مورکۍ له ځان سره کور ته بوزي؛ خو له ډېرو هڅو او هاند سره د هغې په بېولو و نه توانېد، هغې یواځې همدا خبر کاوه: د زړه ټوټه مې راځي، د هغه تر راتلو به په هیڅ صورت بېله نشم. هغه د لیک په مضمون څه پوهېده.

هغوی چې کله بې تمې شول؛ نو د خپل کلي پر لور و خوځېدل؛ خو د زړې بوډۍ کړېدلی حالت یې هیڅ خوب او ارام ته نه پرېږدي، د هغې د زوی له خپلې مور سره د بد چلند په فکر کې ورک دي، صبا شو؛ تاریکۍ خپله کډه بار کړه؛ لمر خپلې زرینې وړانګې یو ځل بیا زمکې ته وبښلې؛ ځوانان بیا د زړې بوډۍ د برخلیک مالومولو (معلومولو) په پار د دریاب غاړي ته ورسېدو، نا ببره یې په هغه سیمه د پولیسو، ډاکټرانو موټر او د خلکو ګڼه ګونه تر سترګو شوه، ویې لیدل، چې زړه مورکۍ د ریګو په یوه ډېران پرته ده؛ خپله اروا یې د ارواګانو څښتن ته سپارلې او د تل له پاره یې له دې فاني سره موخه ښه کړې!

ځوانانو، له ډاکټرانو نه د هغې د مړینې لامل وپوښت. هغوی ور ته کړه: په هغې د یوې دردمنې پېښې له امله دماغي او قلبي سکته راغلې. هغوی و پتېیله، چې هغې داسې انګېرلې، ګواکې زوی یې له یوې بدې حادثې سره مخ شوی، له همدې امله پرې د زړه حمله راغلې.

!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

درنو لوستونکو!

د مور او پلار له هر راز ځورونې نه لاس په سر شئ! که احیانا مو هغوی ځورولي، کړولي او دردولي وي؛ نو سمدستي هغوی ته د زاریو ځولۍ وغوړوئ او ترې بښنه وغواړئ! هغوی ستا له امله ډېر دردونه لیدلي؛ تا ته یې د تن خواږه درکړي؛ خپله تنه یې ستا له پاره د ارام ځانګو جوړه کړې؛ ستا یې داسې خدمات تر سره کړې، چې ته په خپله هم ترې نفرت لرې؛ ته یو داسې څه وې، چې د تل له پاره د هغې د اوږو پېټی وې؛ هغوی اوس ستا له پاره جنت هم دې، دوږخ هم؛ د دوی له قدمونو نه لاندې د نیوي او اخروي بریاوې موندلی شې او ….

رب اغفر لوالدىّ وارحمهما كما ربياني صغيرا.

مخکینې مطلب

مزید پوځونو رالېږلو ته نه، خپلې تګلارې بدلولو ته اړتیا ده!

بل مطلب

برتانوي سرتېري د بې ګناه افغانانو په وژلو او د خپلو جنایتونو په پټولو تورن شول

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com