(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۲)
د امريکا په ويسکونسين ولايت کې يوې الوتکې سقوط کړی، چې له امله يې شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د وسکونسين ولايت چارواکي وايي، ياده الوتکه له شيکاګو د کاناډا پر لور روانه وه، چې په نيمه لاره کې يې له رادار سره اړيکه پرې شوه او فيليپس ښار کې راوغوځېده.
د الوتکې د نسکورېدو علت نه دی په ډاګه شوی، خو د امريکايي د هوايي چلند مسئولين وايي ښايي د هوا د خرابوالي له امله يې سقوط کړی وي.
د هوايي چلند ادارې ويلي، چې د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.
ورکړل شوي راپورونه وايي، په پېښه کې وژل شوي ټول امريکايان دي.
-الماس خدرخېل-


















