راپورتاژ: الماس خدرخېل
له تېرو څو ورځو راهيسې د کندز ښار په نږدې څنډو کې يوځل بيا د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې زور اخيستی، چې دغه ولايت يې د سقوط تر بريده رسولی دی.
د سیمې د اوسیدونکو په وینا طالبان ورځ تر بلې په ښار د محاصرې کړۍ تنګوي او د کندز د ښار شاوخواته د طالبانو خاص ځواکونه رارسیدلې چې يو شمير سيمې يې له دولتي ځواکونو نيولي دي.
دوی زياتوي، طالبانو په تېرو څو ورځو کې د کندز ښار مربوط په درې مهمو سيمو کې د دولتي ځواکونو په مرکزونو (تيلاوکي، ملا سردار او چرخاب) باندې بريدونه وکړل او ځينې پوستې او مرکزونه يې ونيول.
طالبانو د يادو بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې په دغه بريدونو کې يې د (قشلاق پراخه سیمه او د اربکي قومندان(الله نظر) پوسته په بشپړه توګه نيولي دي).
طالبان وايي، يواځې په درې ورځو کې يې په يادو سيمو کې د جګړې پر مهال لسګونه دولتي عسکر وژلي او دغه راز لسګونه تنه نور ټپيان کړي هم دي.
د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د نښتو پر مهال يې د دولتي ځواکونو يو تعداد ټانګونه ويجاړ کړي او د ځينو ټانګونو او رينجرو په ګډون ګڼې سپکې او درنې وسلې د دوی لاس ته ورغلي دي.
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې طالبانو په يو وخت د کندزښار ختيز لور ته د جرخاب دروازې او شاوخوا سيمو باندې هم بريدونه کړي، چې په پايله کې يې د شورابي قشلاق سيمه د طالبانو لاس ته ولوېده.
دغه راز طالبانو تېره ورځ دعوه وکړه، چې د دولتي ځواکونو يوه جنګي چورلکه يې نسکوره کړې ده او پکې سپاره عسکر ټول وژل شوي دي، ياده چورلکه بالاحصار ته نږدې سيمه کې سقوط وکړ.
که څه هم طالبان وايي، چې ياده الوتکه د دوی د وسله والو په مرميو لګېدلې او نسکوره شوې، خو د افغانستان د دفاع وزارت بيا وايي چې يادې چورلکې بيړنۍ ناسته کړې ده.
دغه راز په شمال ختيځ کې د ۸۰۸ سپين زر زون وياند محفوظ الله اکبري رسنيو ته وويل چې دا هليکوپتر الوکته د تخنيکي ستونزو له کبله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.
عيني شاهدان وايي، په دغې چورلکې د عملياتو نه د راګرځېدلو پر مهال د تلوکې په سيمه کې وسله والو طالبانو ډزې وکړې او رانسکوره شوه.
په ورته وخت کې د کندز اوسېدونکي او ولايتي شورا په ښار کې د نا امنۍ، د جرمونو له زياتېدو سر ټکوی او وايي چې حکومت د غیر مسؤله وسله والو په خلع سلاح کولو او د امنيت به ټينګولو کې پاتې راغلی دی.
ولايتي شورا وويل، سيمه ييز چارواکي بې کفايته دي، ځکه خو په ښار او يو شمیر ولسواليو کې قتلونه، اختطافونه او غلاګانې ورځ تر بلې زیاتېږي.
د ولايتي شورا غړی غلام رباني وايي، چې ټولو وکيلانو په ګډه حکومت ته يوه اوونۍ وخت ورکړ، که فاسد چارواکي يې له دندې ګوښه نه کړل او د ولايت امنيت ته يې توجه ونکړه، نو دوی به په پراخ لاریون لاس پورې کوي او د دې ولایت واټونه به د ترافیکو پر مخ وتړي.
په عين حال کې د دغه ښار اوسېدونکي هم شکايت کوي او وايي، چې د غير مسؤله وسله والو فعاليت زيات شوی، که حکومت ورته پاملرنه ونه کړي، د دغه ښار اوسېدونکي به د ناورين سره مخ شي.
دوی هم په قتلونو، اختطافونو او غلاګانو کې غير مسؤله وسله وال مسؤل بولي او زياتوي، چې ځکه يې مخه نه نيول کېږي چې تر شا يې لوړپوړي قوماندانان او چارواکي ملاتړ لري.


















