(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۲)
تېره شپه د کندهار ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې جګړې شوي، چې په پايله کې يې يو شمير پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او درې پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
ځآيي اوسېدونکي وايي، سلګونه وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط د شلغمي او منډيګک په سيمو کې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل چې يو شمير پوليسو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
يوې باوري سرچينې رسنيو ته ويلي، چې په دغه جګړه کې سپکې او درنې وسلې وکارول شوې، خو دا چې څومره زيانونه يې رسولي معلومات نه لري او سيمې اوس هم د طالبانو لخوا کلابندې دي.
د سرچينې په وينا، د دغې جګړې پر مهال د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان چې په ماما مشهور دی هم سخت ټپي شوی دی.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ ویاند ضياء درانی نښتې تائيدوي او وايي چې په جګړه کې يې اووه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او دوه پوليس ټپيان شوي دي.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دغه بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې په ياده جګړه کې يې له دولتي ځواکونو درې پوستې نيولي، چې درې پوليس پکې وژل شوي او نور له سيمې څخه تښتېدلي دي.
نوموړي خپل لور ته د ور اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
-الماس خدرخېل-


















