وسله وال بريد ۷ فرانسويانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۳)

د فرانسې په تولوز ښار کې وسله وال بريد شوی، چې په پايله کې يې يو تن وژل شوی او ۶ تنه نور ټپيان دي.

د دغه ښار امنيتي چارواکي وايي، يو تن چې په موټر سايکل سپور و په خلکو يې ډزې وکړې چې له امله يې يو تن ووژل شو او اووه تنه نور ټپيان شول.

چارواکي وايي، د بريد انګيزه لا نه ده معلومه خو دوی يې په اړه پلټنه پيل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم يوه وسله وال بريدګر د مسجد نه د راوتلو پر مهال پر مسلمانانو ډزې وکړې او ۸ تنه يې ټپيان کړل.

دا لا نه ده معلومه چې ننۍ بريد هم پر مسلمانانو شوی او که عام فرانسويان په نښه شوي دي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button