کابل ښار کې د پروان يو لوړپوړی افسر وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۳)

د کابل ښار د اوولسمې حوزې په مربوطاتو کې د پروان د امنيه قوماندانۍ يو لوړ پوړی افسر وژل شوی.

د کابل پوليس وايي، په ياده سيمه کې د پروان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د مدير پر رينجر موټر چاودنه وشوه، چې نوموړی پکې ووژل شو.

پېښه پرون ماښام ناوخته رامنځته شوې ده.

د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد وايي، د جنايي جرمونو پر وړاندې دمبارزې مدير د هغه ماين ښکار شو چې له وړاندې د نوموړي په رينجر موټر کې ځای پرځای شوی و.

يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د نوموړي پر رينجر نه، بلکې پراډو موټر چاودنه شوې او ځای پرځای پکې وژل شوی دی.

سرچينې زياته کړې، په پېښه کې د نوموړي موټر چلونکی سخت ټپي شوی دی.

ويل کېږي، عبدالصمد زلمي له کلونو راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده لرله.

طالبانو د دغه چاودنې مسئوليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې په یاد بريد کې عبدالصمد زلمی وژل شوی او د هغه يو ساتونکی ټپي شوی، موټر يې ويجاړ شوی دی.

په دې وروستيو کې په کابل او یو شمير نورو ښارونو کې وسله والو طالبانو پر دولتي ځواکونو او چارواکو د مقناطيسي ماين چاودنې او چريکې بريدونه ډير کړي دي چې امنيتي ځواکونه يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button