دجوزجان ولایت د درزآب د ولسوال بازمحمد داور له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دې ولسوالۍ ځینې سیمې داعشي وسله والو ته دولتي ځواکونو پریښې دي.
د نوموړي له قوله په یادو سیمو کې داعشي ملیشو ستر وحشت ته مټې رابډوهلې چې د نورو ورانیو ترڅنګ یې د سیمې د ماشومانو شاوخوا ۱۱ ښوونځي هم ویجاړ کړي دي .
د نوموړي په وینا داعشیانو سیمیزو خلکو ته اخطار ورکړی دی چې که هرچا د ښوونځي د فعالولو هڅه وکړه یایی په کورونو کې صنفونه جوړ کړل له نغدي جریمې نیولې بیا تر وژلو پورې به له هیڅ لارې دریغ ونکړي.
سیمیز خلک وایي داعشیانو ورته ویلي چې د نوي کال سره سم به دوی ته خپل تعلیمي نصاب ورکړي چې د هغه له مخې به درسي چارې مخته وړي.
دسیمې مخور وایي د داعش یو ناڅاپي ظهور او بیا دومره ژر په ټولو چارو واکمني حیران او وارخطا کړي او مجبور دي چې د خپلو مینو په پریښودلو سره له سیمې هجرت وکړي.
ځایي چارواکي او ولسي خلک وایي په یاده سیمه کې د داعش ترنامه لاندي دوستمي ملیشي فعالیت کوي چې وسلې او کوردینات یي د هوا له لارې په چورلکو کې وخت په وخت ورکول کیږي.
دا پداسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د درزاب په ولسوالۍ کې داعشي ملیشو دکلي څو تنه ځوانان په دې جرم وژلي ؤ چې له دوی سره یې د وسلو په انتقال کې مرسته نه وه کړې.
فرید افغان

















