تبصره
په نړيواله کچه ډېر کم شمېر هېوادونه شته چې د هغه هېواد بدلون په کودتا (نظامي پاڅون) يا پوځي بغاوت سره موجوده نظام نسکور کړي، چې په تېرو پنځوسو کالو کې یې يوه نيمه بېلګه شته؛ خو لکه د ترکېې د ګولن د کودتا په څېر په خپل وخت ناکامه شوي دي او که یې تر يو څه وخت پورې دوام کړی دى د اختلافاتو له امله تر هدفه نه دى رسيدلى.
افغانستان د تاريخپوهانو په نظر لرغونی جنګي او نا تسلېمېدونکى تاريخ لري، چې په خپل وخت سره پکې د نظامي بدلونونو په رامنځ ته کېدا حکومتونه شوي دي، بيا په زور نيول شوي حکومتونه د بل زورواکي لخوا نيول شوي دى. په اتلس سوه اووه شپېته ۱۸۶۷ ميلادي کال محمد افضل خان کابل په زور ونيوه، همدا رنګه په نولس سوه میلادي کې امير حبيب الله نه يواځې دا چې واک یې بايلود بلکې خپل سر یې هم بايلود. له هغه را وروسته، سردار محمد داود خان، نور محمد ترکي، حفيظ الله امين، ببرک کارمل، ډاکټرنجيب، دې ټولو نظامونه او سرونه بايللي دي؛ د سياسي مبارزې له ليارې یې نه نظام ساتلی او نه یې پر بل نسکور کړی دى.
اوس په افغانستان کې د امريکا واک دى. د حکومت په داخل کې يو پر بل د نظام د نسکورېدا خوب څوک نه شي ليدلاى. نظام هغه څوک پر بل نسکورولای شي چې زور او واک ولري. د افغانستان ځمکه او اسمان د امريکا په واک کې دی، ځکه د شمالي ټلوالې درې ډلو په ترکيه کې سياسي مبارزه پيل کړه. دا درې ډلې (نور، محقق او دوستم) په افغانستان کې په لږکيو کې شمېرل کېږي، خو ځانونه په لږکيو کې نه شمېري.
موږ هغه وخت چې ګلبدين د ارګ سره د تسلېمېدا خبرې پيل کړې، وليکل: په افغانستان کې به سياسي خوځښت سر راپورته کوي. شمالي ټلواله که څه هم د اختلاف ګونګوسي یې شته خو د خپلو ګټو لپاره سره ائتلاف کوي. او دا دی هغه ائتلاف ترکيې ته د دوستم د سفر پر مهال راڅرګند شو.
دا ائتلاف په حکومت کې د اصلاحاتو وينا کوي؛ مانا دا چې موجوده حکومت ورته د منلو وړنه دى. دې ائتلاف کوونکو يا د لږکيو درې مشرانو او ځېنو نورو د اشرف غني سره خپل پرېکون اعلان کړی دى ځکه خو دا اندېښنه شته چې په افغانستان کې به يو سياسي توپان رامنځ ته شي.
دوه کال وړاندې د مسکو د نویو هلو ځلو په دوام سره دا اندېښنه موجوده وه، چې له کمونستي رژيم پاتې کمونستانو د ګلبدين په شمول د يو شمېر جهادي مشرانو سره مشورې کړې دي او يو سياسي بدلون رامنځ ته کوي. بيا په داخل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشرانو او لږ شمېر سياستوالو لخوا د حکومت پر خلاف د سياسي پاڅون ګونګوسى پيل شوې. اوس دا دی درېیم سياسي ائتلاف وشو، چې امکان شته په ټوله کې يو سياسي توپان رامنځ ته شي.
دوستم څلور ځلې د طالب وسله والو سره په جګړه کې له ماتې وروسته ترکيې ته تللی او تښتيدلې دى، خو دا ځل به د تېر په څېر نه وي. د مخه به یې ائتلافيان نه درلودل، په يوازې سر به یې لکه پر نجيب یې چې نظام نسکورېدا ته لاره هواره کړه، د نظام د نسکورېدا ټټر واهه؛ خو دا ځل یې د نظامي قوت پر ځاى سياسي قوت ترلاسه کړ. په دې ائتلاف کې درې واړه ډلې خپلې خپلې ګټې ګورې، چې تر ډېره حده پورې خپله په حکومت کې سياسي توپان ته هم زمينه برابره ده.
د موجوده کمزوري حکومت د ناسمې حکومتولۍ له امله نوم ورکي او په نویو نویو نومونو ګوندونو سرونه راپورته کړل. تېره ورځ د (جنبش رستاخیر تغییر) غورځنګ په کابل کې مظاهره وکړه. ویې ويل: تر ارګه به خپله مظاهره رسوي، چې ټولې ليارې یې پر مخ وتړل شوې. د لږکيو درې ډلو يا د مظاهره کوونکو مشران په ښکاره د حکومت مخالفت نه کوي. وايي، په حکومت کې دې يو شمېر اشخاص چې د حکومتولۍ وړنه دي، له دندو ګوښه کړل شي. يا د ائتلاف کوونکو مشرانو په وينا حکومت له سقوطه ژغوري چې پايله یې يو سياسي توپان کېداى شي.

















