نړیوالې جنایي محمکې داسې اسناد او شواهد موندلي چې دا ترې جوتیږي چې امریکایانو په افغانستان کې جنایي جرمونه ترسره کړي دي.
د نړيوالې جنايي محکمې سر څارنواله فتو بسودا وايي، داسې اسناد اوشواهد لري چې د امريکايي ځواکونو په گډون افغان عسکرو هم جنگي او بشرضده جرمونه کړي دي.
د نوموړې په وینا په زندانونو کې خصوصا د بګرام پوځي اډه کې پر بندیانو زور زیاتی دوام لري او دې چارې د پخوا په نسبت زور اخیستی دی.
نوموړې وایي پر افغان ولسي وګړو بریدونه هغه جنګي جنایتونه دي چې پدې وروستیو کې بې مخینې زیات شوي دي.
په راپور کې کې امریکایي ځواکونه، افغان عسکر، او طالبان ټول په بشرضده جنایاتو تورن شوي دي.
تر اوسه د یاد راپور په هکله د جګړو ښکیلو خواوو کوم عکس العمل نده ښوودلی
دا پداسې حال کې ده چې طالبانو په وار وار خپل پلویان د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره متوجه کړي دي او په داسې راپورونو کې یې ځانته د پړې ګوت نیونه په کلکه رد کړې ده.
بلخوا امریکايي ځواکونولا هم خپلو بمباریو او د بندیانو تعذیبولو ته زور ورکړی ترڅو له دې لارې په طالبانو فشار ډیر کړي.
افغانستان د ٢٠٠٣ م کال د مې پر لومړۍ نېټه د اى سي سي يا د جرمونو نړېوالې محکمې غړىتوب تر لاسه کړ، چې اوس کولای شي په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو ادعاوې رسما” وپلټي
جنایي محکمه: امریکایي پوځ افغانستان کې ستر جرمونه ترسره کړي دي

















