هلمند کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی، دوه نور ټپیان شوي دي

د امریکا دفاع وزارت وايي په هلمند ولایت کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د امریکايي پوځ چارواکو رسنیو ته ویلي ۱۹ کلن هانسن کرک پېټريک  په یوه ”غیرمستقیم“ برید کې له ټپي کېدو وروسته د تیرې دوشنبې په ورځ ژوند له لاسه ورکړ.

هانسن کرک پېټريک
هانسن کرک پېټريک

په افغانستان کې د امریکايي پوځ یوه چارواکي فاکس نیوز ته ویلي: پېټریک په یوه  ودانۍ کې وو چې د طالبانو له لورې د هوان مرمۍ د ودانۍ پر چت له لګېدلو وروسته په ودانۍ کې دننه وچاودېده، چې په پایله کې یې پېټریک ووژل شو او دوه نور امریکايي سرتېري ټپيان شول.

ویل کېږي، په یاده پېښه کې دوه نور امریکايي سرتېري هم ټپیان شوي دي خو د پوځ په خبره ټپونه یې ژور نه دي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هانسن کرک پېټريک  په وژل کېدو سره روان ۲۰۱۷ز کال کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو ۷ ته رسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button