مصر: په قطر به بندیزونه سخت کړي خو ترکیه دې میدان ته نه راځي.

تیره ورځ سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر لخوا د قطر پر خلاف خپره شوې ګډه اعلامیه د مصر د بهرنیو چارو د وزیر لخوا اعلان شوه.

نوموړو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې ابلاغ کړه چې د قطر منفي ځواب مایوسه کړي، او اوس د نورو لارو چارو په لټه دي تر څو دا هیواد د خپلو غوښتنو منلو ته اړ کړي
اعلامیه کې راغلي « د قطر لخوا زمونږ غوښتنو ته د منفي ځواب ورکولو له امله خواشیني یو. په قطر لګیدلي سیاسي او اقتصادي بندیزونه به دوام وکړي. په مناسب زمان کې به د قطر پر خلاف ځیني نوي ګامونه هم اوچت کړی شي.››
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر هم تیره ورځ څرګنده کړه چې د قطر پر خلاف نوي بندیزونه به د نړۍوالو حقوقو په چوکاټ کې ولګول شي. معلومه نده چې نور بندیزونه به څه وي خو نوموړي وویل چې ‹‹په قطر نوي بندیزونه به په مناسب وخت کې پلي شي››
په اعلامیه کې له ترکیې هم غوښتل شوي ترڅو د بې طرفه رول په لوبولو سره میدان ته را ونه دانګي ‹‹هیله لرو چې ترکیه پدې مسله کې خاصه بې طرفي غوره کړي. »
بلخوا د قطر د بهرنیو چارو وزیر ال ثاني چې اوسمهال په لندن کې ده، د عرب هیوادونو د وروستۍ اعلامې په هکله غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې وروستۍ اعلامیه په څرګنده د دې معنا ورکوي چې دا هیوادونه د قطر په خپلواکۍ او ملي حاکمیت کې مداخله کوي ‹‹د نوموړو هیوادونو لخوا قطر ته وړاندې شوي شرطونه د قطر په ملي حاکمیت تیری او کورنیو چارو کې څرګنده مداخله ده. »

د یادونې وړ ده چې قطر ته یادو څلور عرب هیوادونو د اړیکو د بیا احیا پخاطر د ۱۳ شرایطو دپلې کیدو غوښتنلیک استولی ؤ چې مهمې یې د ایران سره د اړیکو ختمیدل، دترکیې پوځي اډه تړل او د الجزیرې کانال بندیدل شامل ؤ. قطر یادې غوښتنې غیر منطقي وبللې او رد یې کړې.

اوسمهال د یادو څلورو هیوادونو او قطر تر منځ هر ډول مذهبي سیاسي،فرهنګي او ټولنیزې اړیکې پرې شوې دي.
فرید افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button