په افغانستان کې د امريکا زړه پاليسي او نوى هوډ

 سرليکنه

امريکا په افغانستان کې دا دی د شپاړسو کالو په پوره کېدو افغانانان او نړيوال په دې تېر ایستل چې د جګړې د پای ته رسېدا لپاره هر کال نوی هوډ تازه کوي. څه وخت چې د ژمنۍ يخنۍ وروستۍ شپې شي، امريکايي  جنرالان اعلان وکړي چې د پسرلي په را د بره کېدو به طالب وسله وال په حکومتي او بهرنيو ځواکونو بريدونه زيات کړي، بايد لازم امنيتي تدابير ورته ونيول شي.

پوره شپاړس کاله همدا يو اعلان دى، خو په يوه او بل نامه یې کوي. له کومې ورځې چې امريکا سره د څو هېوادونو پر افغانستان يرغل کړی دى، له همغه ورځې تر اوسه پورې د افغانستان په اړه پاليسي بدله نه شوه؛ خو هر کال يو نوی هوډ کوي. افغانانو او دنياوالو ته په نوي هوډ دوکه ورکوي.

کابل ته د جان مکين په مشرۍ د سناتورانو يو پلاوى راغلى دى. د تيرې يوې مياشتې راپدېخوا مکين په غونډو کې ويل چې د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژي بدلېدونکې ده او د وروستي لاس ليک لپاره به ټرمپ ته وړاندې کړل شي؛ خو اوس یې په کابل کې افغان چارواکو سره په ليدنه کې وويل: امریکايي سناتورانو د افغانستان په اړه د امریکا په پالیسۍ کې د اساسي تغیراتو را وستلو غوښتنه کړې ده، غواړي چې د افغانستان په پاليسۍ کې اساسي تغيرات رامنځ ته کړي او په افغانستان کې به د ستونزو په هوارې کې مرسته وکول شي.

په افغانستان کې روان حالت امريکا په هره ثانيه کې څاري، خو کله چې په کابل کې امريکايي سناتورانو د ليدنې پر مهال د افغان چارواکو سره په خبرو پيل وکړ، په افسوس سره یې وويل: په افغانستان کې خو ډېر بدحالت دی او امنيتي وضعه ورځ په ورځ مخ په خرابېدو ده.

دا چې د مکين په وينا تر اوسه د شپاړسو کالو په تېرېدو او تر يو لک زيات پوځ په شتون سره – چې زياته برخه یې  له افغانستانه وتلې ده-  په جګړه کې د برياليتوب ادعا نه کوي، وايي: موجوده حالت بايد تغير وکړي څو په افغانستان کې موجوده حالت ته نوی شکل ورکړل شي.

دا نه ده څرګنده چې مکين به په افغانستان کې څه ډول نوی حالت غواړي؟

کوم ډول حکومت به امريکا ته بريا په لاس ورکوي؟

د کومو اشخاصو په رامنځ ته کولو به مکين په افغانستان کې په زړه پاليسۍ نوى هوډ سر ته رسوي؟

مکين به په افغانستان کې د زړې پاليسۍ په چوکاټ کې څه ډول بدلون راولي او تغير به یې څه ډول وي؟

دې څو پوښتنو افغان  چارواکي نه يواځې چې په اندېښنو کې واچول بلکې په خپلو کې یې نور هم يو پر بل بې باوره کړل، چې په نوي هوډ او بدلون سره به څو ک واک او هېواد له لاسه ورکوي؟ د غرب او شرق په دوستانو کې خو افغانانو ځانونونه، مالونه او آن خپله خاوره هم له لاسه ورکړه چې تر اوسه پورې پرې د پرديو په شتون د خپل هېواد هوا هم نه ده لګېدلې.

امريکا په افغانستان کې د خپلې بريا لپاره د جدي اقدام غوښتونکې ده، خو دا نه ده څرګنده چې دا جدي اقدام به له څه او له چا پيلوي او څرنګه به یې پيلوي؛ خو مکين فوري اقدام غواړي چې شايد دا اقدام د نوي هوډ او نوې ستراتيژۍ يوه برخه وي.

امريکايي جنرالان په دې پوهه شوي دي چې په افغانستان کې بريا نه شي ترلاسه کولاى، ځکه مکين د نوي هوډ او نوې ستراتيژۍ يادونه کوي او پرې ټينګار هم کوي.

کابل ته چې د مکين په مشرۍ د سناتورانو کوم پلاوى راغلى دى په هغې کې لېنډسي ګراهام، الیزابت وارن، شلدن وایټ هاوس او ډېوبډ پردوهم شامل دي. دې ټولو په افغانستان کې د جګړې د بايللو اعتراف کړی دى او په افغانستان کې د روانې جګړې په تاوانونو یې خپلې اندېښنې سپينې ماڼۍ سره شريکې کړې دي.

که مکين او ورسره سناتوران یې د افغانستان په اړه په زړه پاليسۍ کې هر څو د نویو هوډونو يادونه وکړي؛ بيا به هم په خپله ناکامۍ اعتراف کوي او وايي به چې د بريا ادعا نه شو کولاى. نو غوره دا ده چې افغانان په خپلو کې پرېږدي، نه دې خپل تاوانونه کوي او نه دې په زړه پاليسۍ، نوې ستراتيژۍ او نویو هوډونو سره افغانانو او دنيا والو ته دوکې ورکوي.

 

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button