ستانکزی د جوړشوي مثلث ایتلاف د تفرقې لپاره ترکیې ته تللی

د جنرال عبدالرشيد دوستم دفتر وايي، د ملي امنيت عمومي رئيس معصوم ستانکزي د سه شنبې پر ورځ په انقره کې د ولسمشر له لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم سره کتلي،او نوموړی یې هڅولی ترڅو کابل ته راشي او په یوه سیاسي اجماع کې ګډون وکړي.
د دوستم دفتر ستانکزی تورن کړی چې د مثلث شکله اجماع چې د جمعیت،جنبش او وحدت ګوندونو ترمنځ رامنځته شوې د څیرولو په هڅه کې دی.
ستانکزي دوستم ته بلنه ورکړې په هغه غونډه کې چې د هیواد سیاسي او کاډمیک شخصیتونه به یې ګډونوال وي ځان شریک کړي.
تېره اونۍ د جنرال دوستم په مشرۍ دریو ګوندونو خپل منځي اتحاد وکړ او یاد توافق ته یې “د افغانستان د ژغورنې لپاره د ایتلاف عالي شورا” نوم ورکړ.
د ایتلاف ځینې بنسټیزې غوښتنې په لاندې توګه وې:
.
.
د دوستم او د ملي یووالي حکومت د هوکړې پر بنسټ د کابینې د وزیرانو او د اجرایيه ریاست د مرستیالانو د واکونو بېرته ورګرځول، په امنیتي ادارو کې بنسټیز سمونونه راوستل، په حکومت کې د سیاسي غاړو تر مينځ د باور بیا راژوندي کول، د اداري سمون او د ټاکنو کمیسون د غړو په ټاکلو بيا کتنه شامل ؤ.
سرچینې وايي چي ستانکزي دوستم ته ویلي چې په دې شرط پخوانۍ دنده ورکول کیدای شی چي ترڅوهغه دشمالي ټلوالې له ایتلاف لاس په سرشي،ګنې هغه په داسی مهال داختلاف لوری نه شي ترسره کولای چي رسمي دنده ولري هغوی زیاتوي چي دوستم له ستانګزې سره یوې موافقې ته لا نه دی رسیدلی.
ځینې راپورونه وایي چي د دویم ځل لپاره جنرال دوستم ته بیرته صلاحیتونه ورکول شوي اودهغه په اړه چي کوم اتهامات داحمد ایشچي لخوا پورې شوي دي هغه به هم لغوه کیږي ترڅو د دواړو غاړو ترمنځ جوړجاړی هم رامنځ ته شي خودوستم ددې هیئت خبرې رد کړې دي.
څو ورځې وړاندې ارګ د ټلوالې د اعلانېدو په غبرګون کې ویلي ؤ ،چې په دې ایتلاف کې شامل کسان د حکومت غړي دي او د دوی غوښتنې همدوی ته متوجه دي.
د دوستم دفتر په تازه اعلامیه کې په ارګ تور لګولی چې د ملي امنیت رئیس یې یوځل بیا د پټې دسیسې لپاره ګمارلی ترڅو یاد اتحاد یوځل بیا سره وویشي
خو ارګ بيا د دغه ټلوالې د ويشلو ادعا رد کړې او ترکیې ته يې د ملي امنيت د رئيس پر سفر بې خبري ښوودلې ده.
فرید افغان



