نن د “کاسا زر پروژې” د څلورو هېوادونو ګډه ناسته کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۵)
نن پنجشنبه ولسمشر اشرف غني د کاسازر پروژې د څلورو هېوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره تاجکستان ولاړ.
د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغې غونډې اصلي موخه د کاسازر پروژه ده، چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د تاجکستان او قرغزستان زر ميګا واټه برېښنا ولېږدول شي.
په دغه پروژه کې څلور هېوادونه افغانستان، پاکستان، قرغزستان او تاجکستان غړيتوب لري، چې د يادو هېوادونو د مشرانو له خوا به يې پرانيسته وشي.
د دې پروژې په لړ کې افغانستان ته هم درې سوه میګاواټه بریښنا ورکول کیږي.
د ولمشر مرستيال وياند نجیب ازاد وايي، چې په دغه ناسته کې به افغان ولسمشر اشرف غني د ګاونډيو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان د روانو اوبو په اړه هم خبرې وکړي.
څو ورځې وړاندې د ايران ولسمشر د افغانستان د اوبو او بندونو جوړولو سره مخالفت څرګند کړ او ويلي يې و، چې په دغه هېواد کې بندونه جوړول د ایران په تاوان دي او دوی به په دې اړه غلي پاتې نه شي.
خو افغان چارواکو د حسن روحاني څرګندونې بې ځايه وبللې او ويې ويل، چې د نړيوالو قوانيو له مخې به پر خپلو اوبو برېښنا بندونه جوړوي او ايران ته به د تړون له مخې خپل حق اوبه ورکوي.
د افغانستان اويا سلنه اوبه ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه ايران او پاکستان ته بهيږي.
افغانستان اوسمهال له تاجکستان او ترکمنستان برېښنا واردوي، د مالوماتو له مخې که افغانستان په خپلو اوبو بندونه جوړ کړي، نو ګاونډيو هېوادونو ته هم برېښنا ورکولی شي.
-الماس خدرخېل-

