چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د ډيورنډ په کرښه ګډ عملیات ، که پاکستان ته امتیاز ورکول ؟

امین الله نشرونکی: امین الله
جولای 7, 2017
کټګوریانې: تبصرې, غير مصنف
0
14
ځلې شریک شوی
180
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

لیکوال : امین ودرګ
د امریکې په مشرۍ ! د افغانستان او پاکستان فعلي حکومتونو هوکړه کړې چې : د امریکا تر ليد لاندې به د ډيورنډ دواړو غاړو ته د طالبانو (پښتنو آزادي غوښتونکو) پر وړاندې ګډ عملیات ترسره کوي ؛ چې دوی دغه عملیات د ترورېزم د پټنځایونو ، له منځه وړلو په بهانه پلان کړي دي.
خو راځئ وګورو چې : دلته څه روان دي !
اوسنی افغان حکومت تل په پاکستان تور لګوي چې : ګواکي په افغانستان کې د غربیانو او د هغوی افغان ملګرو پر وړاندې جګړه کوونکي طالبان ؛ پاکستاني فوځیان دي او دوی يې افغانستان ته د خرابیو لپاره راليږي.
مګر پاکستان تل دا تورونه ردوي ، بلکې دا ادعا لا هم کوي چې : په پاکستان کې کومې چاودنې کيږي هغه هم طالبان کوي او دغه طالبان په افغانستان کې اوسيږي ، یانې دوی دواړه لوري یو پر بل د خپلو بامونو واورې ور اچوي ، حال دا چې دواړه خواوې پوچې ادعاوې کوي او هېڅ اساس نه لري.
کله کله دواړه خواوې چې لږ خواله سره وکړي ، بیا نو داسې بهانې هم یو بل ته کوي چې : که طالبان وي هم ! نو زموږ له حکومتونو ډېر ليرې به کرښې ته نژدې پراته وي ، چې له هرې خوا زور پرې راشي ، نو هغې بلې خواته به اوړي ، چې ډېر وخت پاکستان دغه خبره کوي او په همدغې خبره کې یې ستر هدف پروت دی.
دا چې د افغانستان اوسنی نظام مشروعیت نه لري او (پنځوس ـ پنځوس) د جانکيرې په زور را منځته شوی ، نو ځکه خو يې په سر کې پوهان او ځيرک خلک شتون نه لري ، که وي هم کمزوري دي او څوک يې نظر ورکولو ته هم نه پرېږدي ، نو ځکه خو تل له پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د طالبانو مخه ونيسه ؟
طبعي ده چې پاکستان به ورته وايي چې : طالبان په پاکستان کې نشته ، که وي هم ، نو کرښې ته نژدې به چېرې په غرونو کې پټ ځایونه لري چې موږ ته نه دي معلوم ، نو که تاسو غواړئ چې موږ یې مخه و نيسو ، بايد د کرښې په سر موږ لومړی امنیتې پوستې جوړې کړو او هلته یو قوي نظامي حضور ولرو ، تر څو هم ستاسو ملک آرام وي او هم زموږ ! خو دا کار لګښت غواړي او موږ دومره توان نه لرو چې ټول سرحد وساتو ، نو مجبور یو چې په ځينو ځایونو کې سیم او په ځينو کې د کندو کينلو له لارې ؛ د دغو خرابکارو مخه و نیسو؟ او که تاسو په سرحد کې زموږ نظامي حضور نه منئ او یا دا چې بد درته ښکاري نو بیا له موږ څخه ګيلې هم مه کوئ ځکه چې موږ خو ولیان نه يو چې په کراماتو سره دا دومره اوږد سرحد وساتو ، دا چې اغزن سیم ، یا کنده او یا هم امنیتي پوستې نه راسره منئ ؛ نو بیا نه یوازې دا چې پر موږ د فشار راوړلو هڅه مه کوئ ، بلکې موږ ته هم چې کوم امنیتي کواښ رامنځه کيږي د هغه مسئولیت په تاسو دی ! او که چېرې په کرښه باندې د تأسيساتو مانع نه ګرځئ ، نو بیا زموږ له خوا که کوم زیان تاسو ته متوجه شو ؛ موږ يې مسئول یو ؟
نو زموږ دغه پوچ مغزي سیاسیون په همدغې خبره تېرباسي ، ځکه خو هر څه ورسره و مني ، خو زما په اند به داسې پېښه شي چې : پاکستان به د ډيورنډ کرښه په دغو (زورواکانو او نامشروعو مشرانو) رسمي کړي او بیا به نړۍ ته معلومه شي چې افغان طالبان تر پخوا لا قوي شول او ټول به ښکاره شي چې په افغانستان کې پټنځایونه څه چې ؛ سم کلي او کورونه لري ، هلته به بیا خلک لاسونه ټکوي چې دا مو څه وکړل ؟
نن چې په پاکستان باندې هر څومره فشار راوړل کيږي ، هغه د پاکستان په ګټه دی نه په زیان !
خصوصاً داسې فشار چې ګواکي (افغان طالبان په پاکستان کې اوسيږي) ځکه چې : د افغانستان له خوا په پاکستان هر څومره فشار وارديږي د هغو دوه برابره پاکستان د ډيورنډ کرښې ته توجه کوي او ځان ورنژدې کوي ترڅو هلته نظامي حضور پيدا کړي چې : همدغه نظامي حضور به په همدغه پوچمغزي حکومت داسې نخرې هم وکړي چې : بیا به خپلې شونډې خوري ، خو څه به يې په وسه کې نه وي.
زما په اند : دا بلکل معقوله لاره نه ده او نه هم دا نظریه د افغانستان په ګټه ده چې : افغان طالبان د پاکستان آله وبلل شي ، همدغه پوچه ادعا به ډېرې نخري په افغانستان او افغانانو باندې وکړي.
زه وایم چې نور باید یوڅه وخت له عقلونو هم کار واخلو او که چېرې نه پوهېږو؛ عاقلانو او عالمانو ته به غوږ شو او له هغوی به یو څه زده کړو ؛ دغه په وچه کې راحصاره خاوره به لږ د ځان وبولو ، باید دا ومنو چې طالبان افغانان دي او په افغانستان کې اوسيږي.
ټوله نړۍ هم په دې قائله ده چې : یوازې تور خطونه د افغان دولت په واک کې دي ؛ هغه هم پوره نه ! چې کله پرې تېريږي نو ، له زړونو يې یو الله خبر وي او ارو مرو به یو چېرې (د غوړیو په زېړه بوشکه ، ښوره او بوره) هم ور برابريږي ، نو چې داسې وي ؛ بیا څه اړتیا شته چې طالبان په پاکستان کې و اوسيږي ؟ دا چې د افغانستان په اویا سلنه (٪) خاوره پوره حاکمیت او سلطه ولري ، نو مناسبه به نه وي چې : د پاکستاني حکومت رحم ته ځانونه وسپاري چې هغوی يې بیا د یاسر ودګ ، بدرالدين حقاني ، ډاکټر نصيرالدين حقاني ، ملاسنګين ، ملا اختر محمد منصور او داسې ډېرو نورو… په توګه د امریکې په واک کې ورکړي چې په شهادت یې و رسوي !
نو ډېره تاواني یې بولم چې : د داسې بهانو ـ مهانو له مخې پاکستان ته د ډيورنډ په فرضي کرښه امتیاز ورکړل شي.
همدا اوس چې (د ډيورنډ په کرښه د ګډو عملیاتو) باجه چالانه شوې ؛ چې ځینې له خوشالۍ او ځنې نور يې له ناپوهۍ چکې ورته وهي ؛ که چېرې په ريښتیا سره دغه عملیات پیل شول ، نو دا به بلکل او پوره سلنه د پاکستان په ګټه او د افغانستان په زیان وي ، که ژوندي وو بیا به غږ درباندې وکړم ان شاءالله چې : ومو ليدل ! هغه دی ټول زیان یې افغانستان ته واوښت.
پاکستان په تېرايستلو کې نړیوال مهارت لري ! دا نه شي کېدای چې افغان حکومت به په دغو عملیاتو کې کومې لاسته راوړنې ته پرېږدي ، د پاکستان چې په لمانځه کې ګټه نه وي هم يې والله که پرې وکړې ، نو تاسو ولې دغې نکتې ته سم پام نه کوئ ؟
په خپله دغه (ګډ عملیات) د ډيورنډ کرښې په رسمیت دال دي.
تاسو داسې اټکل کوئ چې : ګني د کرښې کوزې خواته به لاسته راوړنه ولرئ او یا به په دغو سیمو کې طالب مشران ونيسئ ؟ نه نه ! دا بلکل ماشومانه خیال دی ! داسې فکر ونکړئ ګورئ !
هغوی یوازې کرښه د سرحد په توګه درباندې مني ، نور هېڅ نشته ! او دا هم کېدای شي چې که پاکستان په سرحد کې کومې نورې امنیتي ستونزې ولري ؛ د هغو لپاره حل پیدا کړي.
او یا خو تاسو دواړو لوریو غوڅ هوډ کړی چې : پښتانه نابود کړئ !
هغه بل ځل خو پاکستاني فوځيانو په کوزه پښتونخوا کې په لکهونو داسې پېغلې او ځوانې پښتنې تورسرې له کورنو و ايستلې چې : لمر یې لا نه ؤ لیدلی ؛ مګر دوی به لالهاندې پلې منډې وهلې او له نازکو پښو به يې وينې روانې وې ؛ چې زما به په ټول عمر هېر نشي!
په هغو عملیاتو کې د پاکستان لوی پلان دا ؤ چې : په ډيورنډ کرښه باید یو پياوړی او حاکم ((نظامي حضور)) ولري او په څنګ کې د آزادو قبائلو آزادي او اصطلاح له منځه یوسي او بل دا چې بايد د راتلونکي لپاره د دغه قشر د آزادی حق سلب کړي او نور څوک آزاد قبائل نه بلکې پاکستاني باغي وګړي ورته ووايي ؛ چې همداسې یې و هم کړل ؛ هغه خلک لا هم خپلو کورونو ته نشي ورتللای او نه څوک اجازه ورکوي ، دوی اوس هلته د ژوند کولو حق نه لري ، په داسې حال کې چې اسپندیار ولي خان او محمد خان اڅکزی ورته ګوري او غټې غټې ککرې يې نيولې ؛خلکو ته لاپې ولي چې : موږ (اصيل پوختانه يې !)
اوس نو چې ته هم په ((ګډو عملیاتو)) کې ورسره ملګری شې او یا خو لږ تر لږه اجازه ورکړې ؛ نو هغوی به (ستا د سادګۍ او ناپوهۍ له امله) خپلو اهدافو ته ځانونه و رسووي ، مګر ته به بیا هم تش بوتل یا (د بازګل کوتک) پاتې شې ؛ اشرف غني بابا پوه شوې ؟
نو خدای ته وګورئ افغانانو ! نور لږ را ويښ شئ او په لوی لاس دغه خاوره نوره مه تجزیه کوئ ، همدغه یو قراردادي (امرکا) مو بس دی ، له هر چا سره څو څو قوالې مه پرې تېروئ ؛ چې بیا یې ستاسو راتلونکې نسلونه بیه نشي پوره کولای.
اول خو طالبان په افغانستان کې دي ، ځکه چې : اویا (۷۰) سلنه (٪) خاوره يې په واک کې پرته ده او که فرض کړو چې : په پاکستان کې دي ، نو بیا يې تاته په لاس نه درکوي او نه تاته څوک اجازه درکوي چې : له کرښې کوزې خوا ته پل واخلې ، که يې واهم خلې ، نو هلته به د خوله درماته کړي چې : فعالیت وکړې ! هغوی ستاپه توګه له خاورې سره غداري نه کوي چې : ته هم ورشې او هلته پورته پورته پکې وغورځې ، هغوی یوازې امریکا ته مات دي او هغه کولای شي چې د دوی په خاوره کې (پرته له مشورې) بريدونه وکړي ، لکه په کوزه پښتونخوا او اېبټ آباد کې يې چې وکړل او لایې هم کوي ، هغوی خو پيسې ورکوي چې اجازه يې ورکړې او پاکستان پیسو ته مات دی ؛ چې په دې هکله نړیوال ريکارډ لري ! د امریکا د (C.I.A) یو قاتل کارکوونکی (چې باید اعدام شوی وای) په لوی لاس يې له زندان نه خلاص کړ او هغه بیا په دې هکله یو کتاب هم پسې ولیکلو چې ټوله کيسه يې پکې کړې او د پاکستان محاکم يې په تمسخر نيولي ، همدا راز يې د خپل سکه ورور (افغانستان) د نيولو لپاره په سر کې امريکا ته خپل ټول هوايي میدانونه په واک کې ورکړل ؛ تر څو له دغې لارې د خپل ورور کور ورته وسپاري ؛ همدغه يې وسه وه ، بنده په خپل وس نيول کيږي او هم به یې د هغوی کتارونه تر چمن او تورخم پورې ورته رسوول.
نو ته ! اشرف غني خانه خانه : چې پخپله د بل په واک کې يې او ټوله ورځ د کچکول په غاړه کې پروت وي ؛ څوک به دا اجازه لا هم درنکړي چې (کېمره) درسره یوسې او له کرښې کوزې خواته سيلفي واخلې ؛ ځان مه شرموه او کرښه مه خرڅوه.

مخکینې مطلب

داعش وپېژنئ!

بل مطلب

د قطر منفي ځواب او د څلورو هېوادونو نوي بنديزونه

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com