راپورتاژ: الماس خدرخېل —
د سعودي عربستان په مشرۍ د خليج څلورو هېوادونو تېره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دوی د ۱۳ غوښتنو په اړوند يې له قطر څخه يې منفي ځواب ترلاسه کړی او دوی به په دغه هېواد نوي بنديزونه ولګوي.
تر اوسه په رسمي ډول سعودي، عربي اماراتو، بحرين، مصر او قطر په رسمي ډول د قطر ځوابونه نه دي نشر کړي، خو ځينو رسنيو ويلي چې دوی ته د غير رسمي لارو دغه ځوابونه رسېدلي او نشر کړي يې دي.
د قطر هېواد ويلي، چې دوی د ځوابونو نشرولو کار کويټ ته پرېږدي، ځکه چې دغه هېواد په رامنځته شوې شخړه کې د منځګړي رول لوبوي.
د کويټ ځينې باوري سرچينې وايي، د قطر ځوابونه ترلاسه کړي او له رسنيو سره يې شريک کړي دي:
لومړی: قطر ويلي په هغه صورت کې به له ایران سره ديپلوماتيکي او تجارتي اړيکې پريکړي، چې دغه پريکړه په ټولو عملي شي په ځانګړي ډول په اماراتو چې دمګړۍ هم په کې زرګونه ايرانيان ژوند کوي.
دوهم: قطر د ترکيې د پوځي اډې په اړه ويلي، چې دوی اهل سنت او د اسلامي امت قوي ځواک دی، په ټولو عربي هېوادونو کې د بهرنيو هېوادونو نظامي اډې شتون لري، د خليجي هېوادونو د همکارۍ شورا کې داسې ماده نشته چې بهرنۍ قرارګاوې منع کړي او زیاته کړې يې هغه مهال ترکي پوځ له خپل هېواده باسي، کله چې د سيمې له هېوادونو څخه نورې پوځي اډې هم وويستل شي.
درېيم: قطر له هغو ډلو سره اړيکي نه لري، چې د ملګرو ملتونو په تور ليست کې شامل دي او که څوک ادعا چې د ترورستي ډلو مرسته يې کړي نو ثبوت دې وړاندې کړي، قطر د تروريزم ضد جګړه کې فعال ګډون لري.
اخوان المسلمین د ملګرو ملتونو په تور لیست کې نه دي شامل، بلکې په ډیرو هیوادونو کې سیاسي او ټولنیز رسمیت لري.
څلورم: قطر يواځې د ملګرو ملتونو تور ليست مني او هغه چې څلورو هېوادونو په ګډه جوړ کړی ورته د منلو وړ نه دی.
پنځم: قطر وايي هغه مسلمانان چې هجرت کولو ته مجبور شوي او دوی ته يې پناه وروړې، هيڅکله له خپل هېواده نه باسي، ځکه چې قطر خپل نظم او ازادي لري، دغه کسان د شخصي، فکري او سياسي اختلافاتو له امله تروريستان بلل شوي، دغه راز قطر د سیاسي پناه نړيوال اصول او د بشر حقوقو ته احترام لري.
شپږم: رسنۍ په هرځای کې د محلي قانون تابع وي، هيڅ بهرنی هېواد تر هغې د رسمي او غير رسمي رسنيزو موسسو د بندولو غوښتنه نه شي کولی، تر څو چې دغه رسنۍ د قانون سره سم چلېږي. که چيرې دا غوښتنه پر ځای وي نو قطر هم پر ډیرو تلويزونونو نيوکه لري چې په اماراتو کې فعاليت کوي او د اسلام او مسلمانانو پرضد کرکه او نفرت خپروي، درواغ وايي او اسلام بدناموي.
اووم: قطر به هيڅکله د خليجي هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي، لکه څرنګه يې چې امارات په کويټ او قطر کې کوي، خلک پاڅون ته رابلي، لکه په عمان کې يې چې وکړل او په داخلي چارو کې يې استخباراتي فعاليت کوي.
دا قطر پورې اړه لري چې چاته د خپل هېواد تابعيت ورکوي او که نه، ځکه چې قطر خپل دستور او استقلال لري.
اتم: د قطر څخه د تاوان او فديې غوښتنه سمه نه ده، ځکه چې قطر کله هم داسې سياسي تېروتنه نه ده کړې، لکه د قطر سره چې وشوه، قطر کلابند شو او په ظالمانه ډول باندې سياسي، ټولنيز او اقتصادي بنديزونه ولګېدل، قطر بايد بدل وغواړي نه نور هېوادونه.
نهم: قطر د خليجي هېوادونو سره د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴مو کلونو هوکړه عملي کړې او ورته درناوی لري، که څوک وايي چې مخالفت يې کړی نو قوي ثبوت دې وړاندې کړي.
لسم: قطر خپل دستور او د ملګروملتونو دستور ته په درناوي هغه کسان به له خپل هېواده ونه باسي، چې دلته يې سياسي پناه اخيستې، ځکه چې هغه هېوادونو کې ديکتاتوران حاکم دي، پر خپلو ولسونو رحم نه لري، عدالت نه تامنيږي او د شکنجو او وژنو سره مخ کېږي.
دغه راز قطر غوښتنه لري، چې حوثيانو په شمول د عفاش ډله، د عراق شيعه مليشې، په ليبيا کې د حفتر او د قذافي د ځوی مليشې، د فلسطين د حلان ډله او نور ټول مجرمين چې اوس يې د امارات هېواد يې ساتي، د مسلمانانو او اسلام پرضد يې کاروي بايد د تروريستانو به ليست کې شامل شي.
د څلورو هېوادونو نوي بنديزونه:
د سعودي په مشرۍ څلورو هېوادونو ويلي، چې د دوی د غوښتنو په اړه قطر منفي ځواب ويلي او دوی به په دغه هېواد نوي بنديزونه ولګوي.
سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر د قطر هېواد په سرتمبګۍ تورن کړی او په تازه يې په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې دغه څلور هېوادونه به په قطر لا زيات اقتصادي، سياسي او ټولنيز بنديزونه ولګوي.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې قطر د دوی د غوښتنو په منفي ځواب ورکولو سره د ترهګرو ډلو په ملاتړ ټينګار کړی دی.
سرچینه – رسنۍ


















