خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ویسا:

د جان مك كېن قومانده كه د مدني فعالانو غوښتنه؟!

سیاسی تحلیلګر:

دې کې هېڅ نشته چې د جان مک کین قومانده

هیواد:

د اصلي ستونزې چاره په كار ده

سیاسی تحلیګر:

او هغه دا چې د ډبل عبدالله د کولمو په واسطه اشرف غني په دار وځړول شي.

اصلاح:

آيا پر غلطۍ د اعتراف شهامت شته؟

سیاسي تحلیګر:

ولې نه! د حکمتیار صیب شهامت مو ونه لید؟

اراده:

امريكا هېڅكله خپله تګلاره نه بدلوي!

سیاسي تحلیګر:

مجاهدین یې هم والله که بدله کړي.

ویسا:

آخر ذلت هم حد لري!

سیاسي تحلیلګر:

خو د ملي وحدت حکومت دا حدود مات کړي.

په کابل کې د چین د سفیر مرسیتال جانګ جژ شین:

چين غواړي له سينکيانک ایالت سره د افغانستان اړيکي او تبادلات لا زیات شي

سیاسي تحلیلګر:

د څه شي تبادلات؟ سم شفتالو ووایاست، خلک په شف شف نه پوهیږي

د مدني ټولنې يو شمېر بنسټونه د پاکستان له لوري د اغزن سيم د غځولو په اعتراض کې: پر ډیورنډ کرښه د پاکستان سرغړونې او تاسیسات د زغملو نه دي

سیاسي تحلیلګر:

د ګوشتې او تورخم دروازې جوړول هم د زغملو نه وو، ولې جوړې شوې؟ ملت نور نشئ تیرویستلئ.

ویسا:

افغانستان او پاکستان؛  د امریکا تر څار لاندې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو کې پر ګډو عملیاتو توافق وکړ

سیاسي تحلیلګری:

افغانستان او پاکستان په دې توافق کړی چې کله به هم اتفاق ونکړي.

مشرانو جرګه:

پاکستان په پكتيكا کې د خپلو ټپیانو د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونه جوړ کړي

سیاسي تحلیلګر:

ځکه چې ستاسې په شان غافل او ویده مشران په جرګه کې ناست دي.

هافینگتن پست:

رهبران پاکستان سال‎هاست که با امریکا بازی می‎کنند

تحلیلګر سیاسی:

و رهبران امریکا سالها است که با افغانستان بازی می کند.

۸صبح:

احتمالات شکست امریکا در افغانستان و عواقب ناگوار آن

تحلیګر سیاسی:

عواقب ناگوار یعنی قرار قرار فرار اشرف غنی و اندیوالهای نا عاقبت اندیش اش.

هیواد:

د افغان ربړې حل لاره كومه ده؟

سیاسی تحلیلګر:

یو شین کوتک او د اشرف غني او ډاکټر عبدالله منډې

اراده:

د افغانستان او پاكستان ترينګلي مناسبات او د پاكستان د تجزيې وړادوينه

سیاسي تحلیلګر:

ههه وایي، کوزې چغل پورې خندا کړه چې په تا کې دوه سوري دي.

اصلاح:

د داعش او طالب د پروژو اساسي مخنيوى په كار دى

سیاسي تحلیلګر:

او د ډموکراسۍ پروژه پر خپل ځان سورول په کار دي؟؟؟

اراده:

د ولس پر برخليك نامردانه لوبې تر كومه؟

سیاسي تحلیلګر:

تر هغې چې غلامان د قدرت له ګدۍ پړمخ راګوزار نکړل شي.

ویسا:

روان کال تراوسه ۱۰۰ زره کډوال اروپا ته اوښتي دي

سیاسي تحلیلګر:

دا په اسلامي هیوادونو کې د امریکا د ناپاک لاس د لاسوهنې له کبله.

مقامات کنر:

در حملۀ طیاره های بی پیلوت ۴ داعشی کشته شده ‎اند

سیاسي تحلیلګر:

روی دروغگو سیاه؟ ادعای دروغین کشتن ۴ داعشی را میکنید و ۴۰۰ دیگر را داخل افغانستان میکنید.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button