د جنابت حالت کې مه ویده کېږئ!

عزیر اسدخیل
هغه کړنې چې، رسول اللهﷺ په سلګونو کلونه وړاندې ترسره کړي، ساینس پوهان او پرمختللې نړۍ یې اوس ثابتوي چې، د انسان په ګټه دي. (سبحان الله)

طبي څېړنو ثابته کړې ده چې، د هډوکو، د ملا د تير د کړیو او ملا د دردونو لومړی لامل جنوب او بې له غسل کولو څخه ویده کېدل دي.
ځکه ساینس دا ښودلې ده چې، له کوروالي څخه وروسته د انسان د ملا په تیر راچاپېر او په ملا کې مني وچیږي چې، همدا د تنکیو هډوکو د خوړلو، ملا د درد او د ملا د تیر په کړیو د پرله پسې دروندوالي او بوج لامل ګرځي؛ خو کله چې، انسان د غسل یا اودس کولو لپاره پاڅیږي؛ نو د وینې خوځښت او ګرزېدل یې له سره پیل شي، اندامونه د خپلو دندو سرته رسولو لپاره چمتو شي او د ازغن پړي یا د لویې عصبي پولې په مټ مغزوته ډېره او په تکراري ډول وینه روانه شي او دماغ د همدغې لویې عصبي پولې له لارې چې، د ملا له تیر سره یو ځای تېره شوې ده، خپلې عصبي دندې وویشي او بیا یې پیل کړي.

په صحیح حدیثونو کې ذکر شوي دي چې، رسول اللهﷺ کله هم نه دی جنوب شوی مګر دا چې، غسل یې کړی دی او یا یې اودس کړی دی؛ خو له سهار څخه د مخه یې بشپړ غسل کړی دی او بیا یې لمونځ کړی دی.

عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ: -كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا كَانَ جُنُبًا فَأَرَادَ أَنْ يَأْكُلَ أَوْ يَنَامَ تَوَضَّأَ وُضُوءَهُ لِلصَّلَاةِ. (رواه مسلم)
ژباړه:
له عایشه (رضی الله عنها) څخه روایت دی چې فرمايي: -د رسول اللهﷺ طریقه وه چې، د جنابت په حالت کې د خوراک او خوب اراده وکړه، داسې اودس یې ترسره کوه، څرنګه یې چې، لمانځه لپاره اودس کوو.

د رحمت پرښتې جنوب ته نه نږدې کیږي!

عَنْ عَمَّارِ بْنِ يَاسِرٍ رَضِيَ اللهُ عَنهُمَا: قال رَسُولُ اللّهِ صَلَّى اللّهُ عَلَیْهِ وَ آلِهِ وَ سَلَّمَ:
-ثَلَاثَةٌ لَا تَقْرَبُهُمْ الْمَلَائِكَةُ جِيفَةُ الْكَافِرِ وَالْمُتَضَمِّخُ بِالْخَلُوقِ وَالْجُنُبُ إِلا أَنْ يَتَوَضَّأَ. (رواه أبو داود)
ژباړه:
رسول اکرمﷺ فرمايلي: -درې ډوله خلکو ته پرښتې (د رحمت ملایکې) نه نږدې کیږي!
د کافر مړي ته، په هغه خوشبو لږونکي چې، د زعفران رنګ یې ورسره ګډ کړی وي (ښځو سره یې مشابهت غوره کړی وي) او جنوب ته مګر چې، په هغه صورت کې چې، اودس وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button