مصر: وسله وال بريد کې ۲۳ پوځيان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۷)
د مصر په سينا ولايت کې د وسله وال بريد او بمي بريد په پايله کې ۴۹ مصري پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، بريد د ياد ولايت په شبه جزيره کې د رفح ښار ته څېرمه د البرس په کلي کې پر يوې امنيتي پوستې شوی، چې له امله يې ۲۳ پوځيان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.
سيمه ييز امنيتي چارواکو ويلي، چې په ياده پوسته له بمي بريد وروسته وسله والو حمله وکړه او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.
د دغه بريد مسئوليت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستی دی.
مصر ويلي، په تېرو دوو کلونو کې دا بريد بې مخينې و.
د سينا په ولايت کې د انصاربیت المقدس په نوم وسله واله ډله فعاليت کوي، ځان داعش ته منسوبوي او وخت ناوخت د مصر په دولتي منسوبينو او نظامي چارواکو وسله وال بريدونه کوي.
-الماس خدرخېل-



