طالبانو د پروان- باميانو لويه لار تړلې، جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۷)
وسله والو طالبانو د پروان ولايت د جبل سراج ولسوالۍ اړوند سيمه کې په امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې د پروان- باميان لويه لار تړل شوې ده.
د جبل سراج ولسوالۍ امنيه قومندان محمد معصوم فرزه يي رسنيو ته وويل، نن سهار مهال طالبانو د اشابې پل په سيمه کې په پرتو امنيتي پوستو بريدنه وکړل او د غوربند لويه لار يې د ترافيکو پر مخ وتړله.
نوموړی وايي، چې دمګړۍ هم نښته روانه ده او د لويې لارې د خلاصولو لپاره يې تازه دمي ځواکونو استولي دي.
بل پلو وسله والو طالبانو د يادو بريدنو مسئوليت په غاړه اخيستی او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، چې د امنيتي ځواکونو دوه تعرضي بريدونه يې په شا تمبولي او اوس هم لويه لاره د طالبانو په لاس کې ده.
طالبان وايي، په دغه نښتو کې يې د دولتي ځواکونو يو ټانګ د ماين په انفجار کې ويجاړ کړی او پکې سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو ويلي، په یاده جګړه کې دوه تنه محلي پوليس (الله نور او قسيم) هم وژل شوي دي.
-الماس خدرخېل-



