روسيې او امريکا په سوريه کې د اوربند هوکړه وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۷)

د امريکا او روسيې مشرانو د جرمني هامبورګ جي شل غونډه کې د ليدنې پرمهال په سوريه کې د اوربند هوکړه کړې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير  سرګي لاورووف او ريکس ټېلرسن چې په دغه ناسته کې يې ګډون درلود ويلي، چې یاده هوکړه به سر له سبا د (يکشنبې) له ورځې پلې کېږي.

ټېلرسن ويلي، چې دا ځل به د نورو پريکړو په توپير سره روسيه د دې هوکړه ليک پلې کېدو ته ژمنه وي.

د اردن حکومت د يادې پريکړې هرکلی کړی او د همکارۍ ژمنه يې کړې.

امريکا او متحدان يې په سوريه کې د داعش پر ضد د رامنځته شوي اييتلافي ځواک- مليشو او روسيه بيا د بشارالاسد د ځواکونو ملاتړ له ځان سره لري.

دا په داسې حال کې ده، چې لس ورځې مخکې هم د عراق، اردن او سوريې د پولو تر منځ په ګډه سيمه کې د اسد د ځواکونو او د داعش ضد اييتلافي ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې او جګړې وشوې.

سوريه کې د امريکا او روسيې د لاسوهنو له امله له تېرو اوو کلونو راهيسې کورنۍ جګړې روانې دي، چې تر ډيره يې مسئوله امريکا او روسيه بلل کېږي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button