د سمارټ فون موجوديت د انسان پر کاري وړتياوو ناوړه اغيز کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۸)
د ټيکساس امريکايي پوهانو خبر ورکړی چې که د کار کولو پر مهال د انسان سره ځيرک تلفون نږدې وي نو د انسان د دماغو ځواک او د کار کولو وړتيا ته زيان رسيږي او کميږي.
د ټيکساس پوهنتون د روغتيا د څانګې پوهانو په اته سوه رضاکارانو يوه څېړنه کړې او ورته جوته شوې ده چې د کار کولو پر مهال که څه هم انسان ځيرک تلفون نه کاروي، خو يوازې د دې ډول تلفونونو د نږدې والي له کبله د انسان پر ذهني وړتياوو ناوړه اغيزې غورځيږي.
د دې څېړنې ګډونوالو ته يو داسې کار وسپارل شو چې د دماغو استعمال پکې کېده او هغوی ته وويل چرته يې چې خوښه وي خپل ځيرک تلفون دې کېږدي، د بېلګې په توګه پر مېز، په جيب کې، پر چوکۍ، خپل د غاړې بکس کې او حتی د خپلې خونې مخامخ لور ته.
هغوی ته دا هم ويل شوي وو، چې تلفون دې خاموش کړي او په پايله کې معلومه شوه هغه چا چې خپل ځيرک تلفون مخامخ خونه کې ايښی و، نو هغوی خپل کار ته پوره توجه کړې وه او هغوی چې تلفون يې ورسره نږدې و، هغوی خپل کار ته پوره توجه نه وه کړې او پايلې يې ښې نه وې.
د دې څېړنې څارونکي ډاکټر ايډريان وارډ وايي چې د ځيرک تلفون نږدېکت د انسان ذهانت نه کموي، خو انسان د خپلې ذهني وړتيا پوره استعمال نه شي کولای، بلکې د کار پر مهال ذهن بيا بيا ځيرک تلفون خوا ته ځي، او په دې سره د کار کولو وړتيا اغېزمنه کيږي.
-الماس خدرخېل-



