هوايي بريد کې ۸ اربکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۸)
د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د بهرنيانو د يو هوايي بريد په ترڅ کې ۸ محلي پوليس (اربکيان) وژل شوي دي.
د زرمت ولسوال کفتان اخلاص رسنيو ته ويلي، چې د يادې ولسوالۍ د دولت زيو په سيمه کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښته روانه وه چې د بهرنيو قواوو الوتکو بمبار وکړ.
نوموړی زياتوي چې په دغه بمبارۍ کې ۸ تنه سيمه ييز پوليس او ۸ طالبان وژل شوي دي.
خو طالبان خپل لور ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا ردوي او وايي په ياده سيمه کې طالبان شتون نه لري.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې بريد په ياده سيمه کې نه، بلکې د مرکز ګرديز اړوند سيمه کې په اربکيانو شوی، چې د يو قوماندان زيارت ګل په ګډون پکې يو ملکي وګړی او ۸ تنه اربکيان وژل شوي دي.
تر دې دمه په افغانستان کې ميشت بهرنيو قواوو په دې اړه څه نه دي ويلي.
-الماس خدرخېل-



