د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي تر منځ نښتو کې ۲۲ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۹)
د تخار ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي د وسله والو تر منځ نښته شوې، چې په پايله کې يې د جمعيت ۲۲ وسله وال وژل شوي دي.
سيمه ييزو چاراکو ويلي، چې دغه نښتې د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي د دوو پخوانيو قوماندانانو بشيرقانت او سناتور افضل د وسله والو تر منځ شوي دي.
د تخار ولايتي شورا په چاه آب ولسوالۍ کې د دواړو ډلو تر منځ نښتې تائيدوي او وايي چې دمګړۍ د ښکيلو غاړو تر منځ جګړه درېدلې او دوی يې د شخړې د اواري په هڅه کې دي.
مشرانو جرګه کې د تخار د خلکو استازي افضل شامل ويلي، پېښه هغه مهال رامځته شوه، چې د حزب قومندان له خپلو وسله والو سره قاچاقي توکي لېږدول او د جمعيت قومندان يې مخنیوی وکړ.
نوموړی وايي، د حزب اسلامي قومندان بشيرقانت د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان وژلي.
د دغه ولايت د وياند سنت الله تيمور ويلي، په چاه آب کې د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي د دوه قومندانانو تر منځ نښتې شوي، چې د قضيې د څېړنو لپاره يې کميسيون ټاکل شوی دی.
باوري سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د حزب اسلامي قوماندان بشير قانت په سيمه کې مورچلونه نيولي او له دوو اونيو راهيسې د دواړو لوريو ترمنځ وضعه ترينګلې ده چې وخت ناوخت يې تر منځ جګړې هم رامنځته کېږي.
د ټاټوبی نيوز د خبر سره سم، يو شمير سرچينو ويلي چې په تخار ولايت کې بشير قانت ته له تاجکستان څخه په کانټينر کې وسله لېږل شوې او د نښتې پر مهال يې د چاه آب په اکثره کليو کې په خلکو ويشلې ده.
اسلامي حزب او جمعیت تراوسه پورې د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
يادو دواړو ګوندونو په تېرو نږدې ۴ لسیزو کې له یو بل سره په ځلونو خونړۍ نښتې کړي دي چې تر منځ يې زرګونه خلکو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
-الماس خدرخېل-



