سرتاج عزيز: طالبان د اوږدمهالې جګړې توان لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۹)
د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز وايي، د افغانستان شخړه او خراب امنيتي وضعيت د مذاکراتو او سولې له لارې حل کیدلای شي.
نوموړي په يوه مرکه کې د پاکستان راډيو تلويزيون ته ويلي، چې طالبان د اوږدمهالې جګړې توان لري او ورځ تربلې يې د واک سيمه پراخيږي او په خبره يې چې اوسمهال دغه ډله د افغانستان په څلويښت سلنه خاوره حاکميت لري.
هغه زياته کړه، چې تېرو شپاړلسو کلونو ته په کتو ۱۴۰ زره بهرنيو ځواکونو په شتون کې طالبان مات نه شول، له دې وروسته به په دومره کم شمير عسکرو هم دغه ډله ورکه نه شي، ځکه چې طالبان د پياوړي کېدو په حال کې دي.
څه موده مخکې د امريکا د مرستو د څار ادارې “سيګار” هم په خپل راپور کې ويلي و، چې افغان دولت يواځې د هېواد په ۵۷ سلنه خاوره حاکميت لري او پاتې نورې سيمې د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې دي.
سرتاج عزيز دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره اوونۍ د امريکا د ګانګريس غړيو افغانستان او پاکستان ته سفر وکړ او د دواړو هېوادونو له چارواکو يې د ډيورنډ پر کرښه د وسله والو پر ضد د ګډو عملياتو غوښتنه وکړه.
دواړو ګاونډیو هېوادونو ومنله چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به هممهاله مشترک پوځي عملیات پېلوي؛ خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دوی د ضرب عضب عملياتو نه وروسته د افغان دولت مخالفین له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د پاکستان د لومړي وزير په کور کې د دغه هېواد د ملي امنيت شورا غونډه وکړه او د افغانستان په مشرۍ د سولې عالي شورا څخه يې خپل ملاتړ اعلان او د همکارۍ ډاډ ورکړ.
-الماس خدرخېل-



