(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۱)
د تخار ولايت له چاه آب ولسوالۍ نه يو ځل بيا د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي د دوه قوماندانانو تر منځ د جګړې راپورونه ورکول شول، چې تر دې دمه پکې يو تن وژل شوی، درې نور ټپيان دي او جګړه روانه ده.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، نښتې نن سهار مهال د تخن اباد په سیمه کې د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د قوماندان بشیر قانت او د صلاح الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي د پلويانو تر منځ پيل شوي دي.
د سرچينې په وينا دواړه خواوې درندې وسلې کاروي، چې تر دې دمه پکې له يو لوري يو تن وژل شوی او له بل لوري درې تنه ټپيان دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير نښتې تائيدوي او وايي چې دوی به يې د مخنيوي هڅه وکړي.
تر اوسه د دغې نښتو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د یادو ګوندونو د پخوانيو رقابتونو له امله په شمال کې دغه جګړې يوځل بيا شروع شوي، چې مخکې تر دې هم دواړو ګوندونو په ځلونو ځله جګړې کړي او له امله يې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
څو ورځې وړاندې هم د دواړو قوماندانانو تر منخ نښتې وشوې، چې په پايله کې يې لس تنه ووژل شول.
د یادونې، ده چې افضل شامل د افغانستان د مشرانو جرګې غړيتوب هم لري.
د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې له تېرو دوه مياشتو راهيسې د دواړو غاړو تر منځ وسله والې نښتې زياتې شوي، چې له امله يې يو شمير کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
-الماس خدرخېل-


















