(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۱)
د راپورونو پر بنسټ د امريکا متحده ايالاتو له قطر سره د ترهګرو د مالي سرچينو د کنګل کولو پرضد يوه نوې هوکړه لاسليک کړې ده.
دغه هوکړه د امريکا او قطر د بهرنيو چارو وزيرانو ريکس ټېلرسن او شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني تر منځ په دوحه کې تر لېدنو وروسته لاسليک شوه.
د ټي آر ټي د خبر له مخې د ټېلرسن مشاور ويلي چې هوکړه يې د ترهګرو د مالي سرچينو د ختمولو په اړه ده او په راتلونکې کې به امريکا له قطر سره د ترهګرو د مالي سرچينو په ختمولو کې مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د قطر د دفاع وزارت دغه هېواد ته د ترکيې د نورو پوځيانو د رسېدلو اعلان کړی.
له دې وړاندې ترکيې ويلي و چې په قطر کې د دوی ۱۱۱ تنه عسکر ميشت دي.
له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د سعودي په مشرۍ يو شمير خليجي هېوادونو د دوی د ځينو غوښتنو د نه منلو پرضد په دغه هېواد بنديزونه لګولي چې يوه غوښتتنه يې په قطر کې د ترکيې د پوځي اډې ټولول هم دي.
-الماس خدرخېل-


















