راپور تاژ / فـریدافغان
د څلورو عرب هیوادونو لخوا په قطر باندې د هر اړخیزو سیاسي،نظامي، فرهنګي او ټولنیزو اړیکو د پریکون سره سره په دیني او مذهبي کارونو هم بندیزونه وضع شوي.
سږکال د لمړي ځل لپاره قطر د دې بوږنونکې فاجعې قرباني ده چې اتباع یې نشي کولی سعودي ته د هوا یا ځمکې له لارې سفر وکړي.
سره له دې چې سعودي له ایران او ځینو نورو هیوادونو سره کړکیچنې اړیکې لري خو تر اوسه یې د هیڅ هیواد اتباعو ته دومره توند ځواب نه ؤ ویلی لکه د قطر په څیر په کوچنۍ جزیره کې را ګیر هیواد ته.
قطر تورن دی چې د فلسطیني حماس او اخوان المسلمین ډلو سره اړیکې پالي له دې کبله پرې څلورو عرب هیوادونو (مصر سعودي امارات بحرین) ورسره په ټولیز ډول د اړیکو پریکون اعلان کړی.
یادو هیوادونو د اړیکو د بیا احیا پخاطر قطر ته ۱۳ مادییز غوښتنلیک استولی ؤ چې پکې له ایران سره د اړیکو مقاطعه، د ترکیې نظامي اډه ایستل او د الجزیرې تلویزیون کانال تړل پکې له مهمو هغو څخه ؤ.
قطر یاد غوښتنلیک رد کړ او دا یې د قطر په کورنیو چارو کې د هغوی څرګنده لاسوهنه وبلله.
یادو هیوادونو د منفي ځواب په ترلاسه کولو سره د لا سختو شرایطو د ایښودلو ګواښ وکړ،خو قطر یې په ځواب کې وویل چې دومره بودیجه لري چې د خپل هیواد اقتصاد پرې ورغوي.
آخوا بیا یو سعودي چارواکي تازه رسنیو ته ویلي چې قطر د هیڅ ترهګرې ډلې په ملاتړ تورن ندی خو یواځې د دې هیواد مخ پر ودې سیاسي ثبات عرب نړۍ اړ کړه ترڅو یې مخه ډب او منزوي کړي.
د اړیکو پریکون قطر اړ کړی ترڅو له ترکې ،هند ایران او نورې نړۍ سره سیاسي دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي.
سعودي او مصر د مشهور عالم قرضاوي په ګډون د قطر یوشمیر روحاني څیرې په تور لیست کې شاملې کړې او په خپلو هیوادونو کې یې د هغوی په لیکل شویو کتابونو صوتي او انځوریزو کلیپونو او هر راز دعوتي کارونو بندیز لګولی.
اسرایلو د سعودي او ورسره هیوادونو دا کار ستایلی خو د نړۍ په لر اوبر کې مسلمانانو د سعودي چارواکو لخوا دا چاره یوه خصمانه او متعصبه کړنه بللې ،او له سعودي یې غوښتي چې د نورو په فرمایش دې خپل نه پردي کوي .
په تولنیزو رسنیو کې ګڼو عرب ځوانانو په سعودي غږ کړی تر څو قطر ته لږ تر لږه د حج د فریضې د آدا کولو اجازه ورکړي دې فعالانو ویلي چې که سعودي قطریان له کعبې منعه کوي نو له هغو بې دینو ډلو سره یې فرق نشته چې هغوی د کعبې نړول غواړي، دوی پوښتنه کړې چې آیا کعبه د خدای ج کور دی او که د سعودي باچا شاه سلمان؟
سعودي تر اوسه د قطري حاجیانو لپاره د ویزې ورکولو څخه ډ ډه کړې او امکان شته چې سږکال قطر میشته وګړي له دې عظیمې فریضې څخه بې برخې شي
















