جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

ننګرهار: د سپین جومات په جوړیدو کې دوه نیم میلون ډالر فساد شوی

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جولای 13, 2017
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
29
ځلې شریک شوی
359
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ننګرهار:  د سپین جومات په جوړیدو کې  دوه نیم میلون ډالر فساد شوی

 

دا هم ولولئ

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

 

د جلال اباد سپين تاریخي جومات چې د اميرعبدالرحمن خان په وخت کې د ننګرهار ولایت شاهي قصر دننه جوړ شوى و، د ۱۳۹۲ کال په لومړیو کې د سختې زلزلې له امله زیانمن شو چې د همدې کال د حمل د میاشتې په وروستیو ورځو کې ګل اغا شیرزي چې همغه وخت د ننګرهار والي وو د یاد جومات د شهید کیدو امر ورکړ او پریکړه يې وکړه چې دا جومات به د سوداګرو په پیسو له سره په داسې بڼه جوړیږي چې په هېواد کې به يې ساری نه لیدل کیږي.

 

د دې جومات ودانۍ په دوه جریبه ځمکه کې د شیخ زاهد جومات په نقشه جوړیږي چې په يو وخت د ١٤زره لمونځ کوونکو د ځايولو وړتيا لري.

 

هغه مهال سپین جومات د بیا رغونې لپاره په تورخم کې د چندې صندق کیښودل شو او له هر راوښتوونکي لوی موټره درې-درې سوه افغانۍ راټولېدې  ترڅو جومات پرې جوړ کړي.

 

هماغه وخت له یوه شخصي ساختماني شرکت سره د څوارلس میلیونو ډالرو په بدل کې ددې جومات د جوړولو قرارداد ورکړل شو.

چې بیا له کابل څخه ورغلي ساختماني انجینرانو د یوې سروې له مخې د جومات مجموعي لګښت ۶ میلونه وټاکه.

 

تیرکال راپورونه داسې ؤ چې د جومات په پیسو کې یو میلیون دالر غبن شوی، خو اوسنۍ کره شمیرې ښیي چې شاوخوا دوه میلون دالر حیف ومیل او شخصي جیبونو ته تللې.

 

څوکاله کیږي چې دا دوسیه د ننګرهار د ځایي چارواکو په میزونو ښکته پورته کیږي خو د څلورو والیانو په بدلیدو رابدلیدو سره لاهم یاده دوسیه معلقه پاتې او هیڅ کوم ارګان یې په اړه قاطعه فیصله نشي کولی.

 

د دې فساد تورونه د سپين جومات پر امام قاري میرزا لګيدلي.

 

 د دې جومات ټیکدارفضل واحد  اقرارکوي چې له ده څخه قاري میرزا تر نهه لکه ډالرو پورې پیسې اخیستې او شخصي مصارف يې پرې کړي:

 

((دغه پیسې ده شخصي مصرف کړي دي، مارکیټونه يي جوړ کړي، کور يي جوړ کړی خپل کور مخې ته يي شخصي جوماتونه جوړ کړي د دې جوماتونو هر څه سره چې موږحساب ورته وکړو اته نیم ترنهه لکه ډالرو پورې اخيستې دي.))

 

 

خو سیمیز خلک وایي چې دری ځایه تیروتنه د جومات په چارو کې شوې ده چې لومړی د دې جومات قرارداد د تدارکات قانون سره په ټکر کې له داوطلبۍ پرته شوی.

 

دویم د پخواني جومات وسايل نادرکه دي او دریم د جومات په نوم راټولو شويو پیسو څخه شاوخوا یو میليون ډالر شخصي جیبونو ته تللي دي چې د دې فساد تورونه د سپين جومات پر امام قاري میرزا لګيدلي.

 

 ټيکدار وایي چې ما په افغان مينه کې د جومات امام ته یو کور جوړ کړی دی، د ده په ودونو کې مې پيسې ورکړي دي او یو مې ورته فرونر موټر په شپږدیرش زره ډالرو اخیستی دا تورونه په قاري ميرزا دي چې په خپله دوسیه کې ۳۰ تنه شاهدان لرم او د استیناف محکمې   ته مې سپارلې .)) 

 

خو استیناف محکمه بیا له هرڅه چورلټ انکار کوي او په وینا یې هیڅ دوسیه د دوی لاس ته نده ورغلې او د قاري میرزا په اړه وایي چې هغه  ۹ میلون دالر نه، بلکه ۹ لکه افغانۍ وهلې دي.

 

قاري میرزا د ځان دسپیناوي لپاره رسنیو ته هیڅ هم ندي ویلي.

 

بلخوا دیادې  قضي د څيړنې کمیسیون مشراجمل رحماني وايي، کوم اسناد او شواهد چې دوی ته رسیدلي د سپين جومات ملاامام قاري ميرزا ترابي له ټيکداره د باج په ډول د دوو ودونو مصارف، موټر، جوماتونه او د شخصي کورد جوړولو مصارف د جومات په پيسو کړي.

 

د سپين جومات د قضيې د څيړنې کميسیون مشر اجمل رحماني ددې جومات قرارداد هم له فساده ډک بولي.

 

دی وايي دغه قرارداد لومړی د څوارلس میلیونو ډالرو په ارزښت شوی و،خو کله چې مولوی عطالله لودین د ننګرهار والي شو په دې قرارداد کې یو څه اصلاحات راغلل او دغه قرارداد نهه میليونو ډالرو ته راښکته شو.

 

چې اوس یې ساختماني شرکتونه په داو طلبانه ډول په  شپږنیم میلیونه ډالره دا جومات جوړوي.

 

نوموړی وايي، تردې مهال دتورخم په بندر کې د سپین جومات په نوم له سوداګرو اووه سوه شپږپنځوس لکه دوه څلویښت زره شپږسوه افغانۍ راټولې شوي چې له دې جملې څخه اووه سوه لکه افغانۍ د جومات ټیکدار ته ورکړل شوي او شپږڅلویښت لکه اته ویشت زره افغانۍ په اکاونټ کې پاتې دي.

 

 

د ننګرهار سوداګر وايي که چیرې افغان دولت د سپين جومات په جوړیدو کې د فساد مسله جدي ونه څيړي او مفسدین د قانون منګولو ته ونه سپاري دوی به هیڅکله د هيواد په بیارغونه کې برخه وانخلي.

 

راپورونه وایي د سپین جومات په مسئله کې یو شمېر نورو زورواکانو هم د جومات له پیسو څخه باج اخیستی چې تر اوسه يي څيړنې لا بشپړې شوی نه دي.

 

 

 

 

مخکینې مطلب

طالبان: فراه کې وژل شوي کسان اربکيان او پوليس دي

بل مطلب

نږدې وخت کې به په هېواد کې د اوبلن ګاز نرخونه راټیټ شي

ځانګړي مطالب

افغانستان

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com