(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۲)
تېره ورځ د فراه د ولايتي چارواکو له قوله راپورونه خپاره شوه، چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت پر لويه لاره د شمالګاه په سيمه کې عام مسافرين وژلي دي.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې د چاراکو دغه ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي، چې نيول شوي او وژل شوي عام خلک نه بلکې دولتي عسکر او اربکيان دي.
احمدي زياتوي، چې دوی ته د کره معلوماتو په اساس د يادو عسکرو په اړه خبر ورکول شوی و چې د مرکز اړوند شمالګاه سيمه کې طالبانو د تالاشۍ پر مهال د مشهور اربکي قومندان محمد عيسی په ګډون څوارلس عسکر او پوليس سره د خپلو پوليسي کارتونو او اسنادو ونيول.
د فراه د والي ویاند محمدناصر مهري رسنيو ته ويلي و، چې “وسله والو طالبانو د فراه پر لویه لاره اوه مساپر له موټره کښته کړي او بیا یې وژلي دي.”
د احمدي په وينا، له نيول شويو څوارلسو اربکيانو له ډلې ۷ تنو يې د تېښتې هڅه وکړه چې د طالبانو له خوا وويشتل شول او پاتې نور محکمې ته سپارل شوي دي.
احمدي زياتوي، چې (دغه کسان ملکيان بلل واقعيت نه لري) او په خبره يې چې هيڅکله به طالبان ملکي خلک نه ونيسي او نه ووژني، هغه ويلي هره ورځ په زرګونو ملکي خلک د طالبانو په سيمو کې تګ راتګ کوي خو کوم چاته يې زيان نه دی رسولی.
-الماس خدرخېل-


















