(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۲)
نن سهار د بغلان ولايت په پلخمري ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د دولتي ځواکونو په اکمالاتي کاروان بريد کړی، چې په پايله کې يې د تيلو دوه ټانکرونه ويجاړ شوي دي.
پېښه د يادې ولسوالۍ په چشمه شير سيمه کې رامنځته شوې ده.
په شمال ختيځ کې د پوليسو د ۸۰۸ سپين زر زون وياند محفوظ الله اکبري د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې تائيدوي او وايي چې د طالبانو په ډزو د تيلو يو شخصي ټانکر لګېدلی او سوځېدلی دی.
خو طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغه بريد کې يې د تيلو هغه دوه ټانکرونه ويجاړ کړي، چې بهرنيو ځواکونو ته يې تېل لېږدول.
طالبان وايي، په دې بريد کې يې د دولتي ځواکونو يو ټانګ ويجاړ کړی او ګڼو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
-الماس خدرخېل-


















