(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۲)
د جرمني ولسمشر فرانک والټر په يو ناڅاپي سفر د افغانستان مزار شريف ته رسېدلی دی.
د جرمني رياست جمهوري ويلي، چې نوموړی به په افغانستان کې د خپلو پوځيانو سره له خبرواترو وروسته په دغه هېواد کې ميشت نړيوالو ځواکونو ته هم وينا وکړي.
په دې سفر کې د نوموړي سره د هغه مېرمن اليکا هم ملګرې ده.
جرمني اوسمهال په افغانستان کې ۹۴۱ پوځيان لري چې د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.
د ارګ ماڼۍ سرچينو ويلي، چې د جرمني ولسمشر به په کابل کې د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره ليده کاته هم وکړي.
افغانستان ته په دې کړکيچنو حالاتو کې د جرمني د ولسمشر د راتګ هدف لا روښانه نه دی.
په افغانستان کي خراب امنيتي وضعيت ته په کتو سره څه موده مخکي د ناټو غړو هيوادونو پريکړه وکړه چي دغه هيواد ته اضافي عسکر وليږي، څو د افغان امنيتي ځواک د روزني او سلا مشورو پروسه نوره هم پياوړې شي.
خو د جرمني صدارعظمې انګلاميرکل ويلي، که د ناټو نورو غړو هېوادونو افغانستان ته خپل عسکر ولېږل، دوی به هم دغه هېواد ته د پوځيانو په استولو غور وکړي.
-الماس خدرخېل-


















