څو ورځې وړاندې ارګ د دوستم د دوسیې د بیا پیلولو لپاره څارانوالۍ مؤظفه کړه تر څو یې قضیه په شفاف ډول وڅیړي، چې ورپسې تیره ورځ امریکایي سفارت هم ورته غوښتنه وکړه او داچاره یې اړینه وبلله.
له دې سره همهاله جمهور رئیس غني د سې شنبې په ورځ ویلي و چې جنرال دوستم ترکیې ته د درملنې لپاره تللی دی او هغه ته لويې څارنوالۍ اجازه ورکړې ده.
بلخوا رسنیو ته د لمړي مرستیال د رسنیو د دفتر له لوري په رارسېدلې خبرپاڼه کې ترکیې ته د جنرال عبدالرشید دوستم د سفر په اړه د افغان ولسمشر خبره ناسمه بلل شوې او په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو له سفارته غوښتل شوي چې د افغانانو په عدلي او قضایي چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
خبرپاڼې ویلي دي چې د اساسي قانون له مخې لویه څارنوالي د ولسمشر لومړي مرستیال ته د اجازې ورکولو او نهورکولو واک نهلري.
.شاوخوا اته میاشتې مخکې احمد اېشچي تور پورې کړ چې د شبرغان په ښار کې دوستم دی برمته کړ او جنسي یې ځورولی دی.
دوستم د جوزجان د پخواني والي احمد اېشچي دعوه رد کړې او ویلي یې دي چې هغه تور د یو شمېر سرتېرو په اړه و، نه د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په ارتباط.
خو اېشچي بیا معترفانه اقرار کوي چې “ً اصلي مجرم په خپله دوستم دی، زموږ ادعا پر دوستم ده او دغه نهه تنه د جرم شریکان دي.”
له بل پلوه اروپايي ټولنې هم خپل لیدلوری څرګند کړی
او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د دې ټولنې غړي هېوادونه او ناروې ټينګار کوي چې د ولسمشر پر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم لګېدلي تورونه دې په يوه عادلانه محکمه کې چې قانوني پړاوونه په کې رعايت شوي وي، وڅېړل شي.
په همدې حال کې احمد خان ایشچي خبرداری ورکړی چې د محکمې په بله غونډه کې به جنرال دوستم حاضر شي. نوموړي ویلي په تېره محاکمه کې چې ددویمې حوزې په محکمه کې تر سره شوه، نه دوستم حضور درلود او نه یې هم کوم وکیل هلته و، نو محکمې پرېکړه وکړه چې په راتلونکې غونډه کې به جنرال دوستم حاضروي.
خو د دوستم ویاند بشیر تینج د ایشجي وروستۍ ادعا خندونکې بللې او رد کړې یې ده.
د دوستم قضیه داسې مهال تر تحقیق لاندې نیول کیږي چې نوموړي په ترکیه کې د شمال اتلاف له قوي او بانفوذه څیرو سره اتحاد کړی او غواړي حکومت منزوي او خپلې غوښتنې پرې ومني.
خو ارګ په یاده ډله کې د درز اچولو په نیت لمړی معصوم ستانکزی ترکیې ته واستاؤ او دوستم ته یې د بیا دندې او صلاحیتونو ورکولو وعدې ورکړې خو چې کله ارګ خپله مایوسي د نوموړي په منفي ځواب ولیده نو سمدلاسه یې دهغه د بدنامې قضیې د څیړلو امر وکړ ترڅو یې له دې لارې خپل ځانته جلب، او د عطانور، محقق،ضیا مسعود ایتلاف د دوستم په خروج سره دړې وړې کړي.


















