وروسته له هغه چې د سعودي په مشرۍ څلورو عرب هیوادونو له قطر سره د هر اړخیزو اړیکو د پریکون اعلان وکړ،قطري مشران پدې فکر کې شول چې خپل هیواد له انزوا وژغوري، او د عربي نړۍ پځای له نورو هیوادونو سره اقتصادي تړونونه وکړي ترڅو پرې د عرب نړۍ بندیزونه منفي اغیزې ونکړي.
قطري مشرانو داځل د خپل هیواد د لبنیاتو په برخه کې دځان بسیانې پخاطرله جرمني څخه ۴۰۰۰ غواګانې پیرلې دي
دا غواګانې چې د جرمني نسل دى د شيدو د محصولاتو له پلوه په نړۍ كې ځانګړى شهرت لري.
لومړۍ ډله یې چې ۱۶۵ غواګانې په کې شاملې دي، پرون قطر ته د هوا له لارې واستول شوې او پاتې نورې به هم راتلونکو څو ورځو کې قطر ته ورسیږي.
په قطر کې د بلدانا په نامه د مالدارۍ یوه شرکت ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه غواګانې به د قطر هوايي ډګر ته له رسیدو وروسته په دې هیواد کې د مالدارۍ یوه فارم ته چې ظرفیت ۴۰۰۰ غواګانې دي واستول شي.
د بلدانا شرکت ویاند همدا راز وویل چې قطر به له آلمان، آسترلیا او امریکا متحدو ایالاتو څخه ډیرې نورې غواګانې هم وپیري.
د دغو لیږل شوو غواګانو نسل د بولشټاین په نوم یادیږي. د دغه نسل غواګانې ډیرې شیدې ورکوي او په طبیعي ډول د دې غواګانو په شیدو کې غوړ کم دي.
تیره میاشت سعودي د قطر زرګونه اوښان بیرته دې هیواد ته ور وشړل چې قطر یې اوسمهال د سالمې تربیې او څړځایونو په هکله له نورو هیوادونو سره په خبرو بوخت دی.


















