تبصره : خاموش
د تيرو شپاړسو کالو راپديخوا بهرنيو او افغان جنرالانو د طالب وسله والو په مقابل کې د جګړې په اړه په بيلابيلو لارو غور وکړ خو بالاخره دريځ ېې دا دى چې د طالب وسله والو سره تر پايه جګړه دوام ولري چې دهرې ورځې په تيريدو سره جګړه دحکومت په تاوان تماميږي ياني په ولسواليو کې په مکمل ډول هغه د نظامي قوت دلارې وي او که د پوليسو په ليکوکې دنغوذ دليارې خو طالب وسله والو ته په ډله ييزه توګه پوليس تسليميږي.
د هرکال په سر کې د بهرنيو پوځونو د قوماندانانو دريځ دا وي چې بايد طالب وسله وال د زور د ليارې ايل کړل شي او که نه امکان لري د بهرنيو او افغان پوځ پر خلاف به بريدونه زيات کړل شي .
خو د سولې په اړه چې کال نوي شي يوه نوې طرحه وړاندې کړل شي چې د کال ترآخره پورې په همغه نوې طرحه باندې غونډې اوبحثونه روان وې اما هيڅ نتيجه ورنکړې ، دتير په څير جګړه روانه وي نه کوم طالب وسله وال تسليم شي او نه ېې تسليم کړي.
په افغانستان کې دامريکايي پوځونو قوماندان تيرکال وويل چې په افغانستان کې روانه جګړه زموږ په ګټه نه ده څو نور پوځونه افغانستان ته را ونه ليږل شي طالب وسله وال له منځه نه وړل کيږي چې بالاخره دټرمپ نوې ادارې داافغانستان لپاره دنوې ستراتيژۍ په نامه نور درې زره پوځ راليږل ومنل چې ترڅنګ ېې وويل که اړتيا وليدل شوه نور پوځونه هم افغانستان ته ليږلاى شوو.
خو دسولې په اړه نوې طرحه وړاندې کړل شوه او هغه دسولې دنوې رئيس کريم خليلي لخوا چې په تيرو کالو دکريم خليلي په وينا په سوله کې کوم پرمختګ نه دې رامنځ ته شوې بايد جدې پاملرنه ورته وکړل شي.
دسولې په نامه نوې رئيس کريم خليلي ويلي دي چې موږ طالبانو ته دتير په څير دا نه وايو چې مونږ(حکومت) ته تسليم شي دهغه په وينا همدا ټکى ؤ چې دحکومت او دطالب مشرانو ترمنځ ېې دپخلاينې په اړه ستونزې رامنځ ته کړې وې مو ږ وايو چې که دطالب مشرانو کومې جايزې غوښتنې وې هغه دې په ډير درناوي سره ومنل شي څو نه حل کيدونکي مسايل حل کړل شي .
که څه هم د مخه د سولې دشورا رئيسانو رباني او پير سيد احمد ګيلاني سخت دريځونه ، نه وو خپل کړي خو دا ډول نرمي ېې هم نه وه ښودلې لکه اوس چې کريم خليلي دطالب مشرانو په وړاندې د سولې په غرض اعلان کړه.
کريم خليلي خپلو کمزوريو او خاميوته په اشارې سره ويلي دي موږ د طالبانو په شمول ټولو خواوو ته درناوی لرو، د دوی نظرونه او غوښتنې څېړو او د دوی نظرونو ته په احترام او د هغوی د یو شمېر ښو او ملي نظرونو د منلو ترڅنګ باید د سولې پروسه تعقیب کړو.
که د کريم خليلي ويناو ته ځير شو يوڅه نرمي پکې ښودل شوې ده خو هغه څه چې د طالب مشرانو سره د سولې په وړاندې خنډ واقع کيږي هغه يو ټکې دې چې کريم خليلي وايي سوله د بې معنا امتیاز ورکولو معنا نه لري او د افغانستان بریاوې او اساسي قانون یې قرباني کېدای نه شي.
په پښتوکې يوه جمله استعماليږي وايي خبرې دې ښې دي خو لکۍ ېې کږې دي دکريم خليلي دخبرو همدا خبره سوله له منځه وړي چې اساسي قانون ېې قرباني کيداى نه شي.
که کريم خليلي وي او که له ده وروسته نور د سولې د شورا رئيسان چې دخبرو لکۍ ېې کږې وي په افغانستان کې به هيڅ وخت سوله رامنځ ته نه شي که هرڅو ووايي چې د سولې په اړه مو ستراتيژي نوې ده خو دا نوې ستراتيژي د جګړې د زاړه دريځ په څير ده چې دسولې مخه ېې نيولې ده .


















