د پوهنتونونو د ورزشي فدراسیون مشر ذبیح الله شهزاد رسنیو ته ویلي چې پدې سیالیو کې د هیواد له ۷ ولایاتو څخه شاوخوا ۷۰ لوبغاړو ګډون درلود .
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل ؤ چې د اکثریت ولایاتو د محصلینو تر منځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.
د شهزاد له قوله چې د دغو سیالیو څخه هدف د هغو سیالیو لپاره د غوره لوبغاړو انتخابول دي چې په ټایوان کې ترسره کېږي.
ټاکل شوې ده چې په تایوان کې به ډېر ژر د ۵۰ هېوادونو د محصلینو تر منځ په بېلابېلو برخو کې ورزشي سیالۍ ترسره شي.


















