د راپورونو په اساس د مکسیکو د هیدالګو په ښار کې ۴ تنو برید کوونکو د زوکړې په ورځې د لمانځنې په موخه په جوړه شوې غونډه وسله وال برید کړی.
پولیسو د عیني شاهدانو له قوله رسنیو ته ویلي دي چې برید د ۴ تنو مخ پټو کسانو لخوا ماسپښین مهال ترسره شوی دی.
په یاد برید کې تر اوسه پورې ۱۱ تنه وژل شوي
پولیسو ویلي چې نه پوهیږي چې برید د چا لخوا شوی ، خو د پیښې په اړه د پراخه پلټنو د پیلولو ژمنه یې کړې ده.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې په لویدیځو هیوادونو کې غلچکي او تهاجمي حملو بې مخینې زور اخیستی چې دې چارې اروپایان او امریکایي چارواکي سخت وارخطا کړي او د مخنیوي په لارو یې غور کويج


















