د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس خبر ورکړی، چې د پاچا سلمان بن عبد العزیز مشر ورور شهزاده عبد الرحمن بن عبد العزیز تیره ورځ په رغتون کې ساه ورکړه
نوموړی شهزاده د ۸۶ کالو په عمر مړ شوی دی.
شهزاده عبدالرحمان دعبدالعزیز ال سعود شپږم زوی ؤ.
د شهزاده عبدالرحمن د جنازې لمونځ به نن د جمعې په ورځ په مکه مکرمه کې په مسجدالحرام کې اداء او خاورو ته سپارل کیږي.
شهزاده عبدالرحمان بن عبدالعزیز ال سعودي په ۱۹۳۱ کال کې زیږیدلی ؤ، لوړې زده کړې په امریکا کې سرته رسولې وې. هغه لومړی د امریکا د سن دیګو په ښار کې عسکري پوهنتون څخه فارغ او وروسته يي د کالیفورنیا اقتصاد پوهنتون کې زده کړې وکړې.
کومه ستره رسمي دنده یې نه درلوده خو څو کاله د هوانوردی او دفاع چارو کې یې دندې ترسره کړې وې


















