د مرګونې شخړې په نتیجه کې د الاقصی جومات وتړل شو
راپورونه وایي چې د اسرائیلي پولیسو په برید کې ۳ فلسطینیان وژل شوي دي
اسراییلي پولیسو ویلي چې لمړی دوو فلسطیني بریدګرو د دوی په عسکرو د چړو برید کړی چې دوه اسرایلي عسکر ټپیان او یوه ښځینه افسره وژل شوې چې بیا وروسته د دوی ځواکونه د بریدګرو په تعقیب پسې مسجد ته ننوتلي او هلته یې ۳ فلسطیني بریدګر وژلي
. د پيښې وروسته یهودي امنیتي ځواکونو مسجد اقصی کلابنده کړی، د مسجد څخه یې ټول لمونځ کوونکي شړلي دي، د مسجد فلسطیني چوکیداران یې نیولي دي، د هغوی څخه یې تلیفونونه هم اخیستي دي او د جمعې پر لمانځه یې بندیز لګولی ده.
بلخوا د مسجد اقصی خطیب شیخ عکرمه صبري د ترکیې اناضول خبري آژانس ته ویلي چې له ۱۹۶۹ع وروسته لمړی ځل دی چې اقصی جومات د خلکو په مخ تړل کیږي
د یادونې وړ ده چې ۱۹۶۹ع کال کې استرالیايي مایکل روهان دغه مسجد وسوځولو او خلک یې د جمعې لمونځ له آدا کولو منعه کړل نن بیا همغه ورځ تکرار شوه.
خو اسرایلو ویلي دي چې د لنډې مودې لپاره یې د جومات دروازې د خلکو په مخ تړلې دي

















