(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۳)
د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې پر امريکايي ټانګ د ماين چاودنه شوې او پکې درې پوځيان وژل شوي دي.
دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې امريکايي عسکر د يادې ولسوالۍ په چهارقلعه سيمه کې د طالبانو له لوري په ځمکه کې په ښښ شوي ماين وربرابر شول.
د چاودنې مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی دی.
طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې امريکايي عسکر له سيمې نه د تېرېدلو په حال کې و، چې چاودنه پرې وشوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د منصوري عملياتو په جريان کې د امريکايي عسکرو ټانک په مکمله توګه ويجاړ کړی او پکې درې تنه امريکايي عسکر وژل شوي دي.
د سیمې اوسیدونکي وايي، چې د سړک غاړې د ماين له کبله د امريکايي عسکرو ټانک په بشپړه توګه ويجاړ شوی او په کې سپاره عسکر له منځه تللي دي.
يوې سيمه ييز امنيتي سرچينې پېښه تائيد کړې ده، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.
تر اوسه د بهرنيانو کومې سرچينې د خپلو عسکرو د وژل کېدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي، چې ډیری وخت امريکايي ځواکونه په چاودنو او بريدونو کې وژل کېږي خو لوړرتبه امريکايي چارواکي ډېر کم رسنيو ته د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه دقيق معلومات ورکوي.
-الماس خدرخېل-


















