(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۵)
د تخار ولايت يو شمير اوسېدونکي وايي، چې د ولايتي شورا رئيس يعقوب نظري له خپل دفتره زندان جوړ کړی، ولسي خلک وهي او بيا يې دفتر کې زنداني کوي.
د تخار يو اوسېدونکی عزیز چې په دغه ولايت کې له يو ساختماني شرکت سره کار کوي وايي، چې دی د يعقوب نظري له لوري نيول شوی، وهل شوی او په ساعتونو د هغه په دفتر کې زنداني شوی دی.
د حامدبختيار د شرکت رئيس حاجي مجاهد رسنيو ته ويلي، چې دی او د ده کارکوونکی د ولايتي شورا د رئيس د ځوی له لوري لومړی د هغه په کور کې بنديان و او وروسته يې بيا په خپل دفتر کې بنديان کړي او ډیر سخت يې وهلي دي.
دوی وايي، چې قوماندانۍ، څارنوالۍ، ولايت او نورو امنيتي ارګانونو ته يې عريضه کړې خو تر اوسه يې هيچا هم پوښتنه نه ده کړې.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د شورا رئيس له ځان سره لسګونه غير مسئوله وسله وال له دې ويرې راوستي و چې ځوی يې د پوليسو له لوري ونه نيول شي او په خبره يې چې تر ساعتونو يې د ولايتي شورا عمومي چوک د خلکو پر مخ تړلی و.
په ورته وخت کې د ولايتي شورا رئيس پر ده لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې دی حاضر دی چې حکومتي ادارې په دې اړه څېړنه وکړي او دا يې ځواب ووايي.
د دغه ولايت د قوماندانۍ د امنيت امر جهانګير کرامت وايي، چې دوی ته په دې اړه عريضه شوې او دغه قضيه څېړل شوي، د نوموړي په وينا چې دوی هڅه کوي تورن ونيسي خو تر دې دمه لا بريالي شوي نه دي.
-الماس خدرخېل-


















