د افغانستان کرکټ د نولس کلنو لوبډله سبا د ماليزيا سره لوبه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۵)

د افغانستان د نولس کلنو د کم عمره ځوانانو د کرکټ ملي لوبډله تېره ورځ سينګاپور ته ورسېده.

ټاکل شوې ده، چې د افغان نولس کلنو ملي لوبډله به په دغه هېواد کې د ۱۹ کلنو د نړيوال جام د غوراوي پړاو په سياليو کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې د سينګاپور، ماليزيا، افغانستان او نيپال نولس کلنې لوبډلې لوبېږي.

افغان لوبډله به خپله لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د راتلونكې دوشنبې په ورځ د ماليزيا په وړاندې ترسره كړي.

بايد وويل شي، چې څو ورځې وړاندې په هند کې د افغان نوولس کلنې لوبډلې د تمريناتو پر مهال افغان کرکټ لوبډلې په يوه دوستانه لوبه کې د هندوستان يوې سيمه ييزې (چيېنايي) لوبډلې ته په ډېرو کمو اورونو په ترسره کولو ماتې ورکړه.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button