سرليكنه
د سعودي عربستان، مصر، بحرین، متحده عربي اماراتو اوقطر ترمنځ, رامنځ ته شوی بحران ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو دی د قطر اوسیدونکي اود قطرسره متحد هیوادونه ېې په اندیښنه کې اچولي دي چې امکان لري له افغانستان،عراق اوسورېې وروسته قطر د یادو هېوادونو وروسته قطر ددوۍ په برخلیک اخته کړل شي.
امریکا،اسرائیل،برتانیه ،فرانسه چې په اسلامي عربي هیوادونو کې سعودي عربستان ورسره خپل یووالی ښودلی د قطراسلامي هېواد پرخلاف ېې د مخالفت اتحاد کړیدی چې په لومړي سرکې په دی خاطر چې قطر د اقتصادي بحران سره مخ شي یادوڅلورو هېوادونو پرقطر داقتصادي بندیزونو او ورسره داړیکو دقطع کولو اعلان وکړ.
یادو څلورو عربي هېوادونود تیر جون په پنځمه پر قطر د ترهگرو سره د مرستې په تور بندیزونه ولگول. په دی برسیره د قطر مخالفین دا هم وایي چې قطر په سورېې کې د ایرانې ملیشو سره مرسته کوي خوایران دغه تورونه رد کړیدي.
امریکا چې د قطر سره د څلورو یادو هېوادونو د بحران مشري پرغاړه لري ترمنځ ېې منځګړتوب هم پیل کړیدی د رسنیو د معلوماتو له مخې د قطر د بحران په هکله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن د عربي هیوادونو د مشرانو سره خبرې پاې ته ورسیدې خو هغوې په دی کې بریالي نشول چې د قطر د بحران د ختمیدو لپاره یوه څرگنده لاره وټاکي.
امریکا په افغانستان کې داسامه په مشرۍ دالقاعده د شتون، پرعراق دکیمیاوي موادو په شتون اوپه سوریه کې د بشارالاسد د رژیم دنسکوریدو په خاطر جګړې دومره حد ته ورسولې چې یاد هېوادونه ېې دیوې خوا دتباهیو سره مخ کړل اودبلې خواېې په نړیوالې کچه دکډوالو بهیراروپا اونورو ګاوانډیو هېوادونوته بې ساری کړ.
امریکا د ترکېې په څیر په قطر کې څلور ناکامه کودتاوې وکړی اودادی دسعودي عربستان په مرسته ېې د درې نورو عربي هیوادونو سره او قطر ترمنځ کړکیچ رامنځ ته کړ څوپه قطرکې د شیخ تمیم بن ثاني حکومت داقتصادي بندیزونوپه دوام نسکور کړي.
تراوسه پورې دعربي هېوادونو ترمنځ دومره سخت اختلاف نه وو راغلی که ترڅه وخته دا اختلافات دوام وکړي د قطر هېواد به د سختو ستونزو سره مخ کړی چې دخلیچی هېوادونو څخه وروسته به دعربي هېوادونو ترمنځ اختلافات دامریکا اوورسره تړلو هېوادونو په ګټه تمام شي دې حالاتوته چې وکتل شي د قطر بحران نور هم دپیچلي کیدو په لور روان دی.

















