د ټرمپ مالي مرسته کوونکي ځان وژلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۵)

د امريکايي ولسمشر ټرمپ نږدې ملګري او د هغه مالي مرسته کوونکي وروسته له هغې ځان وژنه وکړه چې په يو لړ ناقانونه کړنو تورن شو.

د امريکا په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې پيټرسمېت د ولسمشر ټرمپ ستر مالي ملاتړی و او هغه سره يې په دغه کمپاين کې د ميليونونو ډالرو مرسته کړې وه.

نوموړي وروسته له هغې ځانوژنه وکړه، چې د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې سره يې د هيلري کلينټن د ټاکنيز کمپاين د برېښناليکونو په غلاکولو کې له روسي هيکرانو سره د اړيکو درلودل ومنل.

د انډيپنډينټ ورځپاڼې ليکلي، چې سمېت له دغې مرکې لس ورځې وروسته مړ وموندل شو.

پيټر سمېټ والسټريټ ژورنال ته ويلي و، چې روسي هاکرانو سره يې اړيکې د ټرمپ د ټاکنيز کمپاين په چوکاټ کې نه وې، بلکې دا يې د امريکا د استخباراتو له يوه ګوښه شوي سلاکار مايکل فلين سره همکاري کوله.

خو ځينې راپورونه وايي، چې سمېت د امریکا د فدرالي استخباراتي ادارې اف بي آی له لوري وژل شوی، چې د دغه ادارې ځينې پټ او مهم رازونه يې افشا کړي و.

په عين حال کې د امريکا د مرکزي ادرې سي آی ای د رسنیو د څار مشر له امريکايي رسنیو غوښتي چې د نوموړي د مړينې په اړه دې له هرډول راپورونو خپرولو ډډه وکړي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button